Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او یوه سب‌سټېشن جوړولو چارې پیل شوې

پل‌علم (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): لوګر ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر په ظرفیت د یوه سب‌سټېشن جوړولو چارې پیل شوې.

د برېښنا شرکت وايي چې یادې دوه پروژې د غضنفر ګروپ او ریګل ګروپ له لوري د ۳۶،۷۴ میلیون ډالرو په ټولیز لګښت او د برېښنا شرکت په کوربه‌توب د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې پلې کېږي چې چارې یې نن د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې رسماً پيل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادو دوو پروژو د چارو د پرانیستې مراسمو کې وویل چې په اوسنۍ نړۍ کې برېښنا یوه اساسي اړتیا ده او اقتصادي او صنعتي پرمختګ له برېښنا پرته ناشونی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د اقتصادي پرمختګ لپاره باید کافي برېښنا ولرو، دا چې د صنعت برخه کې له نړۍوال کاروان څخه شاته پاتې یو، د برېښنا نشتون یې اساسي لامل دی.»

ملا برادر وايي، افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره ډېر ظرفیت، په ځانګړې توګه د اوبو له سرچینو لري، خو له دغو سرچینو د ناسمې کارونې له امله تر اوسه پر وارداتي برېښنا متکي یو او هر کال میلیاردونه ډالر یوازې د برېښنا پېرلو له لارې مصرفېږي.

هغه وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د نورو سکټورونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي او څه موده مخکې په هرات کې د باد په وسیله د برېښنا تولید هم پیل شو او په نورو ولایتونو کې هم ځینې پروژې تر لاس لاندې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې افغانستان کولای شي له شته سرچینو په استفادې د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او ان نورو هېوادونو ته یې هم صادره کړي؛ خو دغه کار له طبیعي سرچینو لکه باد او اوبو په سمې استفادې پورې اړه لري.

نوموړی وايي: «موږ غواړو وارداتي برېښنا ته خپله اړتیا په تدریجي ډول کمه کړو.»

هغه وویل چې د یادو دوو پروژو په جوړېدو به لوګر ولایت کې صنعتي فعالیتونه ډېر شي او قراردادي شرکت هم باید د پروژو پلې کېدو کیفیت ته پاملرنه وکړي او په ټاکل شوې موده کې یې چارې بشپړې کړي.

ملا برادر زیاته کړه چې کورني او بهرني پانګه‌وال باید له دغه فرصته ګټه واخلي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

ورته مهال، په یادو مراسمو کې د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې په څه باندې تېرو څلور لسیزو کې په افغانستان کې جګړه وه او ډېری زېربنایي پروژې د برېښنا پروژو په ګډون له منځه تللې؛ خو اوس یو ځل بیا هېواد د پراختیا او پرمختګ ساه اخلي.

خو هغه په ټینګار سره زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې ټول افغانستان ته برېښنا ورسوو.»

هغه وویل چې اوسمهال د هېواد ودانولو لپاره امنیت، شفافیت او ژمنتیا شته او ټول باید په ګډه د بیارغونې بهیر کې ونډه واخلي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې د پراختیا او ابادۍ برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

هغه وویل: «که برېښنا ونه لرو، هيڅ شی نه لرو، ټول خلک باید دې ته پام وکړي چې څنګه هېواد اباد کړو. د ابادۍ لاره کې لومړی ګام د صنعت پراختیا ده او ورسره تعلیم او تربیه هم بنسټیزه ونډه لري. موږ باید خپلو اولادونو ته ساینس ور زده کړو څو هغوی وتوانېږي چې برېښنا تولید کړي.»

هغه وویل، نږدې راتلونکي کې به خلک په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو د پرانیستل کېدو شاهدان وي.

ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ريیس شیخ شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل، د دې ډول پروژو پرانيستل کېدل د اسلامي امارت د نظام د شفافیت څرګندونه کوي.

نوموړي څرګنده کړه، د هېواد د برېښنا سرچینې ډېرې دي او دغه سرچینې نه یوازې افغانستان د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا کوي، بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادرولای شي.

هغه وویل، پر بېلابېلو بندونو، اوسپنې پټلیو، سړکونو او کانونو کار روان دی؛ ځکه افغانستان داسې جغرافیه لري چې نور هېوادونه ورته اړ دي.

دغه‌راز، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف په یاده غونډه کې وویل چې د دې پروژې پرانیستل کېدل د پرمختګ او روښانتیا پر لور یو ګام دی.

هغه څرګنده کړه، افغانستان کې د برېښنا انرژي اړینه ده؛ ځکه له دې پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی..

د هغه په وینا، د برېښنا انرژي د پانګونې څرخ په حرکت راولي او افغانستان د برېښنا تولید لپاره د انرژۍ له ډېرو سرچینو لکه اوبو، باد، ډبرو سکرو او ګاز څخه برخمن دی.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو ۲۰ کلونو کې له دې انرژیو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، که نه نو اوس به افغانستان د برېښنا له سترو صادرونکو هېوادونو و.

هغه وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد د ابادۍ لپاره ډېرې پيسې مصرف شوې؛ خو هيڅ اړین کار، په ځانګړې توګه د برېښنا برخه کې نه دی شوی خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال دې برخې ته ډېره پاملرنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «د نوي کال په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۴۰۴ پروژې تر کار لاندې لرو.»

ورته مهال، د غضنفر ګروپ اجرائیوي رییس محمداسماعیل غضنفر وویل چې په لوګر کې به په نړۍوالو معیارونو برېښنا تولید شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.