خوستښار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴):سیمهییز مسوولین وایي، خوست ښار کې د نږدې ۲۷ ميليون افغانيو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې.
مسوولين زیاتوي، په دې پروژه کې چې د ښار په لومړۍ، درېيمه او څلورمه ناحيو کې پلې کېږي، د ۱۷۷۰ متره سړک، ۷۰۰ متره ویالو او دوو پلچکونو جوړول شامل دي.
د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد د دې پروژې د چارو پيل پر مهال وويل چې د دې پروژې چارې په راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي، ورسره به د ښاريانو د تګ راتګ پر مهال ډېرې ستونزې حل شي.
هغه زیاته کړه، روان کال به په خوست ښار کې د ۳۸۰ ميليون افغانيو په لګښت رغنیزې پروژې پلې شي.
بلخوا، د خوست اوسېدونکي په ښار کې د منظم ترافيکي سيسټم او د نورو ښاري اسانتياوو په موخه د ورته پروژو پر پلې کېدو ټينګار کوي.
د خوست يوه اوسېدونکي عنايتالله پژواک ته وويل که دا د سړکونو او لښتيو پروژه په معياري ډول سرته ورسېږي، ورسره به په ښار کې د بېځايه ګڼېګوڼې مخه ونيول شي.
د ښار يوه بل اوسېدونکي له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د پروژو پلې کېدو برخه کې دې کيفيت ته ځانګړی پام وکړي او نيمګړتياوې يې دې له منځه يوسي.
د ښاروالۍ د مسوولينو د معلوماتو له مخې، تېر کال هم په خوست ښار کې د شاوخوا ۴۰۰ ميليون افغانيو په لګښت ۳۲ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP