Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران ولسمشر سبا پاکستان ته سفر کوي

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سبا (شنبه) د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې به د ایران د بهرنيو چارو وزير سيدعباس عراقچي، څو نور وزیران او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د پزشکيان ملتیا کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یاد سفر په ترڅ کې به پزشکيان د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدنه وکړي، دغه‌راز د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره به د پلاوو په کچه رسمي مذاکرات هم ترسره شي.

دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړی سفر دی چې کوي یې.

د یادونې ده، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وروستۍ ليدنه د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۶مه ترسره شوې وه؛ هغه مهال چې شهبازشريف تهران ته سفر کړی و.

د بهرنيو چارو وزارت ليکلي چې یاد سفر د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړيکو د لا پياوړتيا لپاره ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.