Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان لاس بې‌اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه تمدید شوه

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایی، د افغانستان لاس د بې‌اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان لمریز کال تر پایه تمدید شوه.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروسه د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا له منظورۍ وروسته تمدید شوه او دا مهال د هېواد په اوو زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز او خوست/پکتیا) کي پیل او په نورمال ډول روانه ده.

سرچينې زیاته کړې، د بې‌اسنادو (یو کیلي) موټرونو د ثبت او محصول په شته کړنلاره کي د خلکو اقتصادي حالات په پام کي نیول شوي او پر داسي لارو چارو فکر شوی چي د بې‌اسنادو موټرو مالکین وکولای شي څو خپلو موټرو ته اسناد واخلي.

یاد وزارت لیکلي، له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۴ ماډل موټرو ته په قیمت کې ۳۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی (د حکم له صادرېدو څخه تر شپږو میاشتو پوري) او له هغې وروسته طی مراحلو کي تخفیف نه ورکول کېږي.

دغه‌راز له ۲۰۰۵ څځه د کال تر ماډل ۲۰۲۵ پورې موټرو ته په قیمت کې ۴۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی او ترڅنګ یې د ساده او زرهي وسایطو ګمرګي تعرفه ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت د وارداتي تېزرفتاره موټرو په اړه لیکلي چې له ۲۰۰۵ ماډل څخه د کال تر ماډل ۲۰۲۵ پورې په قیمت کې ۲۵ سلنه تخفیف د پخوا په پرتله په نظر کې نیول شوی دی.

یاد وزارت له خلکو غوښتي چي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو وسایطو ته قانوني سندونه تر لاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.