Language

هلمند کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ماشوم پرون (جمعه) د موسی‌کلا ولسوالۍ په توغي سیمه کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوی دی.

هغه وویل، ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او نیول شوی کس به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics