Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له راستنېدو تر بوختیا؛ هرات کې یوې مېرمن له ایرانه راستنو شوو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

هرات (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د هرات ښار یوه څنډه کې د خیاطۍ د ماشینونو غږ اورېدل کېږي؛ چېرې چې یوه کوچنۍ کارګاه له ایرانه د راستنو شوو لږ تر لږه ۵۰ مېرمنو لپاره پر یوه پناه‌ځای بدله شوې ده. دغه کارګاه د یوې ټولنیزې فعالې فرزانې میرزایي په نوښت جوړه شوې ده.

د خیاطۍ د یادې کارګاه مسووله فرزانه میرزایي وايي، دغه کارګاه یې د هغو ښځو د ملاتړ په موخه جوړه کړې چې له ایرانه په زور له راایستلو کېدو وروسته له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

میرزایي وویل چې په دې کارګاه کې ۵۰ ښځې د خیاطۍ په زده‌ کولو او مرۍ ګنډلو بوختې دي. هغې له نړۍوالو بنسټونو او همکارو موسسو وغوښتل څو د دغه پروګرام د پراختیا او راستنو شوو ښځو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو برابرېدو برخو کې مرسته وکړي.

په دې کارګاه کې پر کار بوختې یو شمېر ښځې هم ورته کیسې لري؛ د راایستلو کړاو، د خپلو شتمنیو له لاسه ورکول او اوس د ژوند جوړولو لپاره له سره هڅې.

فریده صدیقي یوه له دغو ښځو ده چې په ایران کې له کلونو ژوند کولو وروسته یې په یوه شپه کې خپل کور او هر څه له لاسه ورکړل؛ اوس چې د نوي راتلونکي په هیله د خیاطۍ ماشین ته ناسته ده، وايي: «غواړم بېرته خپل ژوند جوړ کړم.»

هغه په هرات کې د دغه فرصت برابرېدو په اړه د خوښۍ په څرګندولو وايي، که څه هم تش لاس هېواد ته راستنه شوې، خو هیله‌ لري چې د خیاطۍ او مرۍ ګنډلو له لارې وکولای شي د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.

ایران څه موده مخکې د افغان کډوالو د راایستلو لړۍ پیل کړه او په تېره شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

۱۸ کلنه مرجان چې له خپلې اته‌کسیزې کورنۍ سره له ایرانه هېواد ته راستنه شوې وايي، د ایران په یزد ښار کې یې د کور کرایې لپاره له وخته مخکې ورکړي ۲۵۰ میلیون تومان له لاسه ورکړي او اوس پّ هرات ښار کې د خپلوانو په کور کې اوسېږي. هغه په یاده کارګاه کې د ورځې د ۶۰ افغانیو په ترلاسه کولو سره هڅه کوي د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغې وويل، «سره له دې چې عاید مې لږ دي خو د دغه فرصت پر برابرېدو خوشحاله یم او غوښتنه کوم چې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له لوري زموږ لا ډېر ملاتړ وشي څو اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.»

یوه بله ښځه جمیله صدیقي چې ۱۵ ورځې مخکې له ایرانه راستنه شوې، د کافي مرستو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، خاوند یې تر اوسه بېکاره دی او خپله د خیاطۍ له لارې هڅه کوي څو خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

پر انفرادي نوښتونو سربېره، په هرات ولایت کې مسوولو بنسټونو هم تازه راستنو شوو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه د ځینو طرحو درلودو خبره کوي.

په هرات کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د کارموندنې کمېټې رییس عبدالقیوم وثیق وویل چې دغه کمېټه هره ورځ په اسلام‌کلا بندر کې تازه راستنېدونکي کډوال راجسټر کوي.

وثیق وویل، تر اوسه د مختلفو رشتو څه باندې پنځه‌زره ماهر کډوال راجستر شوي او تمه ده چې له ارزونو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته د کار زمینه برابره کړي.

بلخوا، د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي هم ټینګار کوي چې د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي څو راستنو شوو نارینه او ښځینه‌وو ته د کار زمینه برابره کړي.

سعيدي څرګنده کړه چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې توليدي کارخونې فعالې دي او د ماهرو کډوالو له پېژندلو وروسته به په دغو فابريکو او نورو برخو کې ورته د کار زمينه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو څو ورځې مخکې د «خصوصي سکټور په همکارۍ د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې رامنځته کول» تر سرلیک لاندې یوه کنفرانس کې وویل چې د ګاونډیو هېوادونو راستنو شوو افغانانو ته د کارموندنې زمینې برابرول د دوی یو له مهمو لومړیتوبونو دي او په دې برخه کې یې د خصوصي سکټور په همکارۍ ځینې پروګرامونه پیل کړي دی.

دغو چارواکو له ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو وغوښتل چې د راستنیدونکو لپاره د کار زمینې برابرولو په بره کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.