Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د درېیو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ وشوې

نیلي (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): دایکنډي کې ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د زرمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ د کابل، بامیان او دایکنډي ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

د دایکنډي د بدني روزنې او ورزش امر ناصر حقیقت وايي چې دغه سیالۍ ‎له دې ادارې سره په همکارۍ او همغږۍ د کابل، دایکنډي او بامیان ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون وشوې.

هغه د یادو لوبو د ترسره کېدو موخه رزمي ورزشونو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړي دي.

په ورته مهال، د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمد حسیني د دغه ډول لوبو ترسره کېدل د لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره ګټور وبلل.

هغه زیاته کړه چې په دغه ډول سیالیو کې د ورزشکارانو ګډون، د لوبغاړو ترمنځ د مهارتونو زده کولو او تجربو شریکولو لامل ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.