Language

دایکنډي کې دوو ماشومانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

نیلي (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د هلمند سیند اوبو کې دوه ماشومان ډوب او مړه شوي دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په «پته‌زار پل پای اشکاراباد» سیمه کې د هلمند سیند په اوبو کې دوه ماشومان ډوب او مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه پرون مازدیګر هغه مهال شوې چې ماشومان د لوبو لپاره د سیند غاړې ته تللي وو.

د هغه په وینا، په دغه پېښه کې ۱۰ کلنې فرشتې او ۹ کلن نریمان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې ځايي اوسېدونکو له نیم ساعت وروسته د قربانیانو جسدونه له اوبو راوایستل.

هغه زیاته کړه چې یاد ماشومان د غور ولایت په صوفک کلي کې د میشتو کوچیانو له کورنیو وو چې مړي یې د دفن کولو په موخه غور ولایت ته لېږدول شوي دي.