Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د لسګونو ښوونځیو ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي

خوست‌ښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): خوست کې د هغو ۷۰ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې چې د تېر حکومت پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي. ښوونکي او زده‌کوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو ودانیو چارې بشپړې کړي څو د زده‌کړو برخه کې د دوی ستونزې هوارې شي.

دغه ښوونځي چې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د مسوولینو په خبره، د ډېرو رغنیزې چارې تر ۸۰ یا ۸۵ سلنه ترسره شوې او نورې پاتې دي.

د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ د متخېلو سیمې د «ګل یونس» په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ښوونکي وایي، شاوخوا پنځه کاله کېږي زده‌کوونکو ته په داسې یو نامناسبه ودانۍ کې زده‌کړې ورکوي چې نه دروازې او کړکۍ لري او نه هم مېزونه او څوکۍ.

د یاد ښوونځي یوه ښوونکي نورشهبازخان پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ غږ هيچا ته نه رسېږي؛ مکتب مو هيڅ نه لري؛ نه کړکۍ، نه پلستر، نه چارديوالي، نه څاه او نه هم تشنابونه، د ټولګیو منځونه موږ خپله هوار کړي، څو د زده‌کوونکو د ناستې لپاره یو څه اماده شي.»

یوه بل ښوونکي ميراجان وويل چې که پر وخت د ودانۍ پاتې کارونه بشپړ نه شي، ښايي هغه پيسې چې د ودانۍ په ۸۰ سلنه برخه لګول شوې، بې‌فايدې شي.

هغه زياته کړه: «دا تعمير دروازې او کړکۍ نه لري، موږ ډېر له ستونزو سره مخ يو، بعضې سترې نجونې غواړي چې راشي خو نه راځي؛ ځکه که ښوونځي دروازې او کړکۍ لرلای، نو هغوی به په حفاظت کې وې، تعمير مو ټول خراب دی.»

دا یوازې د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ د متخېلو د ګل یونس د نجونو لومړني ښوونځي ستونزه نه ده، د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د کوچاکانو سیمې ښوونځی هم له ورته برخلیک سره مخ دی.

د دغه ښوونځي زده‌کوونکي اوس مهال د ونو تر سیورو لاندې زده‌کړې کوي، خو کله چې باد یا باران وي، ښوونځی رخصت کېږي او زده‌کوونکي بېرته خپلو کورونو ته ځي.

یوه زده‌کوونکي اکرام‌الله پژواک ته وویل: «موږ غواړو چې د ښوونځي ودانۍ مو فعاله شي؛ ځکه بارانونه راځي او ماشومان زده‌کړو ته نه شي راتلای او د ګرمۍ موسم هم دی.»

يوه بل زده‌کوونکي نويدالله وويل، تر ونو لاندې زده‌کړې ښې نه کېږي، حکومت دې د ښوونځي نیمه‌کاره ودانۍ ژر فعاله کړي، څو دوی وکولای شي ښې زده‌کړې وکړي او د باران او ګرمۍ له ستونزو خلاص شي.

په همدې حال کې د خوست يو شمېر اوسېدونکي له حکومتي مسوولينو، په ځانګړي ډول د پوهنې له وزارته غوښتنه لري چې په دغه ولايت کې د ټولو هغو ښوونځيو چې د ودانيو د جوړېدو کارونه يې په نيمه کې درېدلي، ژر تر ژره بېرته پيل کړي.

د خوست يوه اوسېدونکي نصيب په دې اړه وويل: «خوست کې ډېر مکتبونه دي چې هغه نيمګړي پاتې دي، د بعضو رنګ پاتې دی، د بعضو کړکۍ پاتې دي او د بعضو بله برخه، که دا ټول پوره شي، نو شاګردانو ته به يوه ارامه فضا رامنځته شي د درس زده کولو لپاره.»

دغه‌راز، د خوست د پوهنې رياست مسوولین هم مني چې د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا ۷۰ ښوونځيو ودانیز کارونه، چې د تېر حکومت پر مهال پيل شوي وو، تر اوسه نه دي بشپړ شوي او دوی ته هم نه دي سپارل شوي.

د خوست د پوهنې رياست مرستیال خيروګل خيرخواه په دې اړه پژواک ته وويل: «د تېر جمهوريت دور کې د اقرا برنامې د ولسي تړون په چوکاټ کې شاوخوا ۷۰ مکتبونه جوړ شوي وو؛ د هغو د ځینو اويا او د ځینو اتيا سلنه کارونه شوي.»

هغه زیاته کړه چې دا موضوع یې د اسلامي امارت مشرانو ته وړاندې کړې ده او تمه لري چې مشران به په راتلونکي کې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

د ښوونځیو د نيمګړو ودانيو د بشپړېدو غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې په خوست ولایت کې لا هم تر لسګونه نور ښوونځي هيڅ سرپناه نه لري او زده‌کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې له ټولو ۳۷۲ حکومتي ښوونځیو ۱۱۹ يې تر اوسه ودانۍ نه لري خو هڅې روانې دي څو دغو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو لپاره بودجه ځانګړې شي.

د خوست د پوهنې رياست وایي چې اوس‌مهال په دغه ولايت کې شاوخوا درې سوه زره زده‌کوونکي په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.