شبرغان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر کاڼه ځوانان او نجونې په یوه کارګاه کې د خیاطۍ، حکاکۍ او مرۍګنډلو حرفو په زده کولو سره نه یوازې د ګوڼوالي له امله د چوپتیا پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د خپلو احساساتو څرګندولو، ظرفیت لوړولو او روښانه راتلونکي لپاره د ځان لپاره نوې لار پرانیستې ده.
د معلولیت لرونکو کسانو او کڼو د ملاتړ لپاره د افغانستان موسسې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ۲۰۰ کڼو لپاره د حرفوي زدهکړو یوه کارګاه جوړه کړې ده. د زدهکړو په دې کارګاه کې د اورېدو له نعمته بېبرخې کسانو ته د خیاطۍ، مرۍګنډلو او حکاکۍ زدهکړې ورکول کېږي.
فاطمه، اقلیما، عاقله او لسګونه نورې کڼې نجونې چې په دې کارګاه کې یې چوپتیا ماته کړې، په اشارهیي ژبه له یو بل سره خبرې او خپل روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
اقلیما: باور لرم چې هره ننګونه کولای شي د پرمختګ لپاره یو فرصت وي
۲۴ کلنې اقلیما چې په دې کارګاه کې خیاطي زده کوي، پژواک اژانس ته په اشارهیي ژبه وویل، د ډېرو ستونزو ترڅنګ چې په ژوند کې ورسره مخ شوې، توانېدلې چې د پام وړ بریاوو ته ورسېږي.
هغه وايي: «هره ورځ زما لپاره یوه نوې ستونزه وه؛ له ماشومتوبه مې له کوڼوالي سره ژوند کړی او دغه ستونزه د دې لامل شوه له نورو سره په خبرو کولو کې له سختیو سره مخ شم، خو هیڅکله مې اجازه ورنه کړه دغه ستونزه مې د پرمختک خنډ وګرځي. ما زده کړل چې د اشارې په ژبه او نورو لارو له نورو سره اړیکې ټینګې کړم.»
هغې د خپلې کورنۍ او خپلوانو له لوري د دې د هڅولو په اړه وویل: «په کور کې پنځه کسان یو، کورنۍ به مې تل زما ترڅنګ وه او ما ته یې انګېزه راکوله چې خپلو هیلو ته د رسېدو په لټه کې واوسم او هغو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړم.»
اقلیما یوه له هغو زرګونو نجونو یوه ده چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته ښوونځي ته له تلو پاتې شوې ده. هغې په دې اړه وویل: «کله چې ښوونځی زموږ پر مخ وتړل شو، ډېره خواشینې وم، زه د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم، ځیني وخت به مې د ناهیلۍ احساس کاوه، خو هر ځل به مې خپل فکر بدلاوه او نورو کڼو نجونو ته به مې اشاروي ژبه ور زده کوله.»
هغې د یادې کارګاه د جوړېدو هرکلی وکړ ویې ویل: «دلته خیاطي زده کوو، زه باور لرم هره ستونزه کولای شي د پرمختګ لپاره یو فرصت وي… دغه کارګاه زما لپاره د پرمختګ او مهارتونو زدهکولو لپاره یو نوی فرصت دی.»
اقلیما زیاته کړه: «زه غواړم نورو ته الهام بښونکې واوسم، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ ژوند تل اسان نه دی، خو په هڅو او قوي هوډ موخو ته رسېدلای شو.»
عاقله: غواړم خیاطي زده کړم او مالي خپلواکي ته ورسېږم
عاقله هم یوه له هغو نجونو ده چې په غوږو څه نه شي اورېدلی، له خپلې خور ذکیې سره په یاده روزنیزه کارګاه کې د خیاطي په زده کولو بوخته ده، له اقتصادي ستونزو شکایت لري او په اشارهيي ژبه وايي: «په یوه شپږکسیزه کورنۍ کې ژوند له مالي محدودیتونو او ورځنیو ننګونو سره سخت دی؛ موږ هره ورځ د امکاناتو او لومړنیو اړتیاوو د کمښت له ستونزو سره مخ یو، خو زه او خور مې تل هڅه کوو له یو بل سره مرسته وکړو او د یو بل ملاتړ وکړو.»
عاقلې او ذکیې د تدریس پر مهال د خپل ښوونکې کار ته په غور کتل او د ځینو مسایلو په اړه یې له یو بل سره په اشارهيي ژبه خبرې کولې چې دغه کار خیاطي حرفې ته د دوو خویندو لېوالتیا او مینه ښيي.
عاقلې زیاته کړه: «موږ خوښ یو چې کولای شو نوي مهارتونه زده کړو او له کورنۍ سره مو مرسته وکړو. دغه کار نه یوازې زما د مالي استقلال لامل ګرځي، بلکې ما ته د ارزښت او خوښۍ احساس راکوي.»
هغه وايي چې په یاده کارګاه کې له شاملېدو مخکې دواړه خویندې پر ژور خپګان اخته وې او تل به یې له ځان سره فکر کاوه چې له داسې شرایطو څرنګه ځان وژغوري.
نوموړې وايي: «هره ورځ زما لپاره یو نوی فرصت دی څو پرمختګ وکړم او موخو ته مې ورسېږم، هیلهمنه یم یوه ورځ وکولای شم ځان او کورنۍ ته مې ښه ژوند برابر کړم.»
فاطمه: هيڅکله مې اجازه نه ده ورکړې چې زما کوڼوالی زما د پرمختګ مخه ونیسي
فاطمه هغه نجلۍ ده چې کلونه یې له چوپتیا سره عادت کړی و، نن یې په اشارهيي ژبه او پیاوړو لاسونو نه یوازې ځان ټولنې ته ورپېژندلی، بلکې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې هم سهیمه ده او نورو هغو نجونو ته چې د اورېدو له نعمته بېبرخې دي، خپل هنر ور زده کوي.
هغې چې هيڅکله یې اجازه ور نه کړه کوڼوالی یې هیلو ته د رسېدو مخه ونیسي، اوس د خیاطي حرفه کې په هڅو او زیار نورو کڼو نجونو ته د هیلو یو مشال روښانوي څو وپوهېږي چې په قوي هوډ کولای شي ټول خنډونه له منځه یوسي.
فاطمه د خیاطۍ د یادې کارګاه پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي: «له ماشومتوبه مې تل دا هیله درلوده چې د نورو په شان وکولای شم په ټولنه کې رول ولرم او مالي خپلواکي ته ورسېږم. ما هيڅکله اجازه نه ده ورکړې چې کوڼوالی مې د پرمختګ مخه ونیسي، بېلابېلو روزنیزو دورو کې مې ګډون وکړ او لازم مهارتونه مې زده ککړل.»
نوموړې کوڼوالی د ضعف ټکی نه بولي او زیاتوي: «ډېری کڼې نجونې له کوره بهر ته په تلو د خجالت احساس کوي، نه غواړي چې په ټولنه کې وي، دلته د زدهکړې لپاره غوره فرصت دی، را دې شي، خیاطي دې زده کړي او د ځانونو لپاره دې غوره راتلونکی جوړ کړي.»
فاطمه چې خپله د شپږکسیزې کورنۍ نفقه برابروونکې هم ده، له اسلامي امارته او موسسو غواړي چې دوی ته لا ډېرې کاري او حرفوي زمینې برابرې شي څو نورې کڼې نجونې او هلکان د دې په څېر ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د ښځو د حقونو فعاله: د معلولینو لپاره دې فني او حرفوي پروګرامونه ډېر شي
په جوزجان کې د ښځو د حقونو فعاله شرفت نبيزاده چې خپله هم معلوله ده، د کڼو لپاره یې د دې ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړېدو ستاینه وکړه.
هغې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «زه چې یوه معلوله ښځه یم او کلونه مې د معلولو کسانو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د دفاع برخه کې کار کړی، باور لرم چې هیڅوک باید د بدني توپیرونو له امله په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند له ګډونه بېبرخې نه شي.»
نوموړې له حکومتي ادارو او غیرحکومتي موسسو غواړي چې د معلولینو لپاره د حرفوي زدهکړو پروګرامونه ډېر کړي څو دغه قشر ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د کڼو د ټولنې رییس
د افغانستان د کڼو او معلولو کسانو د ملاتړ موسسې او د کڼو ټولنې مسوول ذبیحالله قهرمان په جوزجان کې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه پروګرام کې یې دوه سوه کڼو نجونو او هلکانو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه: «زموږ موخه د معلولینو اړتیاوې مشخصول او هغوی ته د مرستو رسول دي، له همدې امله موږ وکولای شول د بېلابېلو بنسټونو په ملاتړ ۱۳۰ کڼو نجونو ته د خیاطۍ، مرۍګنډلو، بیک ګنډلو، حکاکۍ، میخکلګولو او سواد زدهکړو او دغهراز ۷۰ هلکانو ته د حکاکۍ، مېخکلګولو او ترکاڼۍ برخو کې د کار او زدهکړو زمینه برابره کړو.»
خو هغې زیاته کړه: «ډېر نور کاڼه هم دي چې له دې زدهکړو بېبرخې پاتې دي، موږ هم کافي بودجه او ځای نه لرو چې هغوی جذب کړو، که دولت او بنسټونه راسره مرسته وکړي، د غالۍ اوبدنه او نورې حرفې هم برابرې کړو، ان په ولسوالیو کې هم کار او د دغه قشر لاسنوی کولای شو.»
نوموړې له حکومت او مرستهرسوونکو موسسو غواړي چې د معلولینو ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې معلول کسان د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار وګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP