Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني او پکتیکا د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د غزني او پکتیکا ولایتونو اړوند د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د غزني ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جان‌محمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل، ۱۵ کاله مخکې غزني کې د کوچیانو یوې کورنۍ او د پکتیکا د وازې‌خواه ولسوالۍ د پتاو کلي یوې کورنۍ ترمنځ د یوې ښځې پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې د پکتیکا یو کس وژل شوی و.

هغه زیاته کړه، علماوو د دواړو خواوو ترمنځ د خیر پرېکړه وکړه چې له ابلاغ وروسته د دواړو لورو د رضایت وړ وګرځېده او په سوله کې یې د ژوند کولو ژمنه وکړه.

د نوموړي په وینا، جرګې پرېکړه وکړه چې د مقتول کورنۍ ته به یو میلیون افغانۍ ورکول کېږي او هم به ننواتي ورځي.

نوموړي زیاته کړه چې ۷۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي، خو ۲۵۰ زره افغانۍ چې د قاتل د کورنۍ د بې‌عزتۍ په توګه حسابېدې، پرېښودل شوې.

هغه وویل، د دواړو کورنیو مشرانو او کشرانو یو بل ته د بښنې او پخلاینې غېږې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.

مولوي مومن وویل، حکومت هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د ټولو شته دښمنیو مخه ونیسي او دا ډول شخړې په دوستۍ بدلې کړي.

د ناوې ولسوالۍ یوه قومي مشر امان‌الله پژواک ته وویل چې د پنځلسو کلونو مخکې شخړې پر مهال «غمی» د محمدخان زوی چې د وازې‌خواه ولسوالۍ اوسېدونکی و، د پایندي د زوی جلات له‌خوا وژل شوی و.

هغه زیاته کړه، حکومت او قومي مشران باید د دې ډول دښمنیو مخه ونیسي او د جرګو له لارې ورته حل‌لارې ولټوي.

د جرګې یوه بل غړي حضرت وویل چې له څو ورځو هڅو وروسته دواړه کورنۍ روغې ته چمتو شوې او تېره شپه ناوخته یې روغه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او یو بل ته به د ښو چارو په ترسره کولو کې لاس ورکوي.

هغه له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو مننه وکړه چې د شخړې د حل لپاره یې نه‌ستړې کېدونکې هڅې وکړې.

دواړو ښکېلو کورنیو د قومي مشرانو او دیني عالمانو دا هڅې وستایلې او پر روغې جوړې یې خوښي څرګنده کړه.

د یوې کورنۍ غړي پایندي پژواک ته وویل چې دوی ۱۵ کاله په دښمنۍ کې تېر کړل او فکر یې کاوه چې دا دښمني به تر نسلونو پاتې شي، خو اوس خوښ دی چې شخړه یې ختمه شوه.

هغه زیاته کړه: «له مشرانو، عالمانو او مسوولینو مننه کوو چې موږ یې وهڅولو څو دا ستونزه حل کړو.» او ژمنه یې وکړه چې بیا به هيڅکله یو بل ته د زیان رسولو هڅه نه‌کوي او تل به د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي.

ورته مهال، یوه دیني عالم ګل‌احمد پژواک ته وویل، یووالی او همغږي ټولنه له بدبختیو ژغوري، اختلافات کموي او د دوستۍ فضا رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه، یووالی د ټولنې د بریالیتوب کیلي ده او ټولنه هغه مهال پرمختګ کولای شي چې ترمنځ یې یووالی او همپالنه ټینګه وي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د غزني د ده‌یک او اب‌بند ولسوالیو ترمنځ د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو چارواکو په هڅو د څو کورنیو ترمنځ ورته روغې جوړې شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.