Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېف‌پي: افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې پراخېږي.

یاد بنسټ زیاته کړې: «د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د یاد بنسټ په وینا، تر ټولو ډېر زیانمن مېرمنې، ماشومان او راستانه شوي کسان دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې ۵۱۱ زره اړمنو کسانو سره مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.