هرات (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي، د هرات ښار په درېیمه، یوولسمه، دوولسمه او دیارلسمه ناحیو کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلور بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په یادو پروژو کې د سړکونو او کوڅو پخول او د اوبو د کانالونو جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې د ښاري زېربناوو د ښه کېدو او د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو کمېدو په موخه پلې کېږي.
د ارمل په وینا، د یادو پروژو ټولیز لګښت له ۱۸ میلیون افغانیو زیات دی چې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.
هغه دغهراز وویل، یادې پروژې به په درېیو راتلونکو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د دغو پروژو د پیل هرکلی کوي او وایي، د دا ډول بنسټیزو پروګرامونو پلي کېدل نه یوازې د کار زمینې برابروي، بلکې چاپېریال ته هم ښکلا بښي.
هغوی دغهراز له مسوولینو غوښتنه کوي چې د دې پروژو د پلي کولو پر مهال تخنیکي معیارونه او لازم کیفیت په پام کې ونیسي او دغه پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د هرات ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، روان کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۷۰ انکشافي پروژې طرحه شوې چې په تدریجي ډول به عملي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP