ژبه

هرات کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

بنیامین بارز

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶:۲۸

Views: ۱۶۵

هرات (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي، د هرات ښار په درېیمه، یوولسمه، دوولسمه او دیارلسمه ناحیو کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلور بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په یادو پروژو کې د سړکونو او کوڅو پخول او د اوبو د کانالونو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه، یادې پروژې د ښاري زېربناوو د ښه‌ کېدو او د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو کمېدو په موخه پلې کېږي.

د ارمل په وینا، د یادو پروژو ټولیز لګښت له ۱۸ میلیون افغانیو زیات دی چې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

هغه دغه‌راز وویل، یادې پروژې به په درېیو راتلونکو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د دغو پروژو د پیل هرکلی کوي او وایي، د دا ډول بنسټیزو پروګرامونو پلي کېدل نه یوازې د کار زمینې برابروي، بلکې چاپېریال ته هم ښکلا بښي.

هغوی دغه‌راز له مسوولینو غوښتنه کوي چې د دې پروژو د پلي کولو پر مهال تخنیکي معیارونه او لازم کیفیت په پام کې ونیسي او دغه پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د هرات ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، روان کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۷۰ انکشافي پروژې طرحه شوې چې په تدریجي ډول به عملي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.