Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په محفلي کیکونو کې د زیان رسوونکو رنګونو کارول؛ د خلکو د روغتیا لپاره ګواښ

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د حساسیت، مزمنو ناروغیو او ان د سرطان لامل شي.

د یادونې ده، په کابل ښار کې کېک او کلچې په بېلابېلو ډولونو جوړېږي او بیا ښاریانو ته وړاندې کېږي چې یو یې محفلي کېکونه دي چې بېلابېل رنګونه او ډیزاینونه یې د هر لیدونکي پام ځان ته ور اړوي. کورنۍ دغه کېکونه د شیریني‌خوري، واده، کالیزې او نورو مناسبتي ورځو لپاره پېري.

خو د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په کېکونو کې د فلزي رنګونو کارول د بېلابېلو مزمنو ناروغیو، حساسیت او ان د سرطان لامل کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت ولې خبرداری ورکړی؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت کارکوونکو تېر کال په کابل ښار کې د کېک او کلچو جوړولو د ډېرو کارخونې نظارت کړی، د څېړنو په پایله کې یې موندلې چې د محفلي کېکونو په تزیین کې له فلزي رنګونو کار اخیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوراکي توکو د سرويلانس د تحلیل امر انجنیز شفیق‌الله شفق پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر کال د کلچو پخولو ډېرو کارخونو ته ناڅاپي ورغلو، کله به چې فابریکې ته ننوتلو، د هغو له تولیدي کارونو مو په حضوري ډول لیدنه کوله، ومو لیدل چې د محفلي کېکونو په تزیین کې فلزي رنګونه کاروي، یوه نمونه مو راوړه، دلته پرې څېړنه کوو.»

هغه چې ویل یې، کېک پخوونکي له یادو رنګونو د کارونې اصلي لامل د دغو رنګونو له زیانونو نه پوهاوی بولي، زیاته یې کړه چې په ټوله کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د کلچو پخولو په ټولو فابریکو کې دغه رنګونه کارول کېږي.

نوموړي د خپل تحقیق یوه کاپي له پژواک خبري اژانس سره شریکه کړه.

د «(۲۲) خطر تحلیل، د خوړو په صنعت کې د میتالیک رنګونو کارول» کې راغلي: «په وروستیو کلونو کې په خوراکي توکو کې د میتالیک (فلزي) رنګونو کارول د عامې روغتیا برخه کې پر یوې د اندېښنې وړ موضوع بدله شوې، دغه رنګونه چې د خوړو د ظاهري جذابیت لپاره کارول کېږي، په ډېری مواردو کې روغتیايي رسمي جواز نه‌لري او د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې کولای شي.»

سرچینه زیاتوي، په یادو رنګونو کې د فلز ځیني ترکیبات لکه کدمیوم، کروم، جست او نکل شتون لري.

پر روغتیا د یادو رنګونو اغېزې

انجنیز شفیق‌الله شفق وویل: «میتالیک فلزي رنګونه په دې معنا دي چې په ترکیب کې یې سخت فلزات شتون ولري؛ لکه کروم، سرب. که دغه فلزات د انسان هاضمي سیسټم ته ننوځي، د بېلابېلو مزمنو او خطرناکو ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېدای شي، که د ډیزاین لپاره رنګېږي خو له خوړلو یې باید په کلکه ډډه وشي.»

د درملو او خوړو معینیت په چمتو شوي راپور کې ویل شوي چې د یادو رنګونو په اړه یوه جدي اندېښنه د حساسیت پیدا کېدو احتمال دی او پر هضمي، تنفسي، عصبي او دفاعي سیسټم د هغو خطرناکې اغېزې دي، دغه‌راز بېلابېلو څېړنو ښودلې چې د یادو رنګونو اوږدمهاله استفاده پر سرطان د اخته کېدو خطر ډېروي.

یاده موضوع د عامه پوهاوي اړتیا او مخکې له مخکې د داسې رنګونو له مصرفه ډډه کول په ډاګه کوي

په راپور کې راغلي چې یاد رنګونه د پوستکي حساسیتونو لکه خارښت، سوروالی او پړسوب، ساه لنډي او ټوخي د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د هاضمې سیسټم برخه کې د کولمو د مخاط تحریک، زړه بدوالی، د نس درد، نس‌ناستي، قبضیت، د معدې سوخت او د معدې د زخم پیدا کېدو لامل ګرځي.

په بله برخه کې راغلي: «په ځینو خوراکي توکو کې شته میتالیک رنګونه ښايي سخت فلزات لکه جست، کروم، نکل او کادمیوم ولري چې د سرطاني ناروغیو په پیدا کېدو کې مهم رول لري. که څه هم په دې برخه کې د مطالعو پایلې متناقضې دي خو ځینو څېړنو څرګنده کړې ده چې دغه فلزات ښايي د کولمو او معدې د سرطان لامل شي.»

په دې برخه کې د عامې روغتیا اقدامات او غبرګونونه څه دي؟

په راپور کې راغلي، په لومړي ګام کې اړینه ده چې کاروونکي باید د ناقانونه رنګونو له خطرونو خبر شي څو د هغو محصولاتو له پېرلو ډډه وکړي چې دا ډول رنګونه لري.

سرچینې لیکلي، قانوني او روغتیايي څارنې باید جدي شي څو د خوراکي توکو په صنعت کې د مضره رنګونو له کارونې ډډه وشي او د یادو رنګونو اوږدمهاله اغېزو په اړه څېړنې اړینې دي څو د دقیقو اطلاعاتو په وړاندې کېدو سره د عمومي روغتیا برخه کې اغېزناک ګامونه پورته شي.

په خوراکي توکو کې د فلزي رنګونو کارولو ورځ تر بلې ډېرېدو ته په کتو، په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي او د حکومت د جدي څارنې اړتیا ډېره محسوسېږي. دغه رنګونه که څه هم د خوړو بڼه ښکلې کوي خو د انسان پر روغتیا جدي او بېلابېلې منفي اغېزې پریباسي.

شفق په دې تړاو د عامې روغتیا د اقداماتو په اړه وايي: «په لومړي ګام کې ورته سپارښتنه کېږي، په دویم ګام کې موږ د عامه پوهاوي ټیم لرو چې فابریکې ته ورځي او موضوع ورته تشریح کوي. کله چې دا پروسه ترسره شوه، بیا څارنه کوو، که بیا هم ستونزه وه او اصول نه و مراعات شوي، قانوني چلند ورسره کېږي.»

هغه زیاته کړه: «موږ موضوع له مقاماتو سره شریکه کړې او هدایت یې دا و چې تاسو کولای شئ څو ځلې له دغو فابریکو جدي څارنه وکړئ، که سرغړونه کوي، خبره نه مني او اصول نه رعایتوي، نو قانوني اقدام به ورسره وشي.»

د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا ده

شفق وایي، په وارداتي توکو کې د دغو رنګونو پر ځای له بدیلو موادو کار اخیستل کېدای شي؛ ځکه چې دغه تزییني رنګونه صنعتي دي او د ودانیو یا فرنېچر د ښکلا لپاره کارول کېږي. د هغه په وینا، کولای شو چې د دې پر ځای له داسې رنګونو کار واخلو چې خوراکي ارزښت ولري او (په خوراکي توکو کې د کارولو وړ) وي څو د هاضمې ستونزې رامنځته نه کړي.

فابریکه‌لرونکي: د پېرېدونکو په وړاندیز دغه رنګونه کاروو

کابل ښار کې  د کېک او کلچو پخولو یوې فابریکې کارکوونکي شفیق‌الله وویل، د پېرېدونکو په وړاندیز د کېک پخولو کې له فلزي رنګونو کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «د کېک مواد دي، خامه ده چې کار ترې اخلو او له دې رنګونو یوازې ډیزاین لپاره کار اخلو، اوسمهال ټول ډیزاینونه انټرنېټي شوي، یو شمېر توکي رنګېږي، خلک خپله وایي رنګ یې کړئ، موږ یې نه خورو خو باید همداسې ډیزاین وي.»

د نوموړي په خبره، خپله هم له دغو کېکونو ګټه اخلي او خپلو کورنیو ته یې هم ور وړي.

سرچینې وویل: «له هغه وخته چې عامې روغتیا وویل چې دا رنګونه ضرر لري، ډېر کار ترې نه اخلو، یوازې یو شمېر هغه کسان چې خپله فرمایش ورکړي، بیا یې کاروو.»

دغه‌راز، کابل ښار کې د کېک او کلچو جوړولو فابریکې یوه بل کارکوونکي محسن وویل، په کېک کې له بېلابېلو موادو کار اخیستل کېږي خو د پېرېدونکو فرمایش ته په کتو د کېک په تزیین کې له میتالیک رنګونو کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «مخکې له دې چې د پېرېدونکي په فرمایش دا رنګ وکاروو، ورته وایو چې دغه رقم رنګ دی، ویې کاروو که نه، دا فلزي رنګونه یوازې له طبي الکولو سره ۷۰ سلنه ګډېږي، پوهېږو چې ضرر لري خو یوازې د فرمایش په صورت کې ترې ګټه اخلو.»

هغه وویل، پرېکړه یې کړې چې له دې وروسته د کېک او کلچو په پخولو کې له دې ډول رنګونو کار وانه خلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.