Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د زونونو په کچه د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

 کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اګسټ میاشتې په شلمه خوست ولایت کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه اتم پړاو  د کرکټ لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې  د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل او د راتلونکې سپټمیر میاشتې تر شپږمې به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې دوام ولري.

کرکټ بورډ ویلي، په یادو سیالیو کې به د هېواد د پنځو زونونو څخه  بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین غر لوبډلې ګډون ولري.

سرچینې لیکلي، د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر میاشتې په شپړمه نېټه کېدونکې پای‌لوبې ته لاره ومومي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اتم پړاو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

دا سیالۍ داسې مهال ترسره کېږي چې تېره اونۍ د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.