Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د خلکو په شخصي لګښت د نجونو یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه

فېروزکوه (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د نجونو د یوې دیني مدسې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د «خدیجة‌الکبرا» په نوم د دې مدرسې مسوول مولوي عبدالرحمن مزل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مدرسه د خلکو په مالي ملاتړ د دولت‌یار ولسوالۍ په «چک‌اب» کلي جوړه شوې او ۱۳۰ نجونو ته د دیني زده‌کړو زمینه پکې برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دغه مدرسه د خلکو په مرسته جوړه شوه او نن ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده، دغه مدرسه درې خونې او یو دهلیز لري، پنځه لکه افغانی لګښت پرې شوی او د ځایی خلکو له لوري جوړه شوې ده.»

هغه څرګنده کړه چې دا مهال په یاده دیني مدسه کې څه باندې ۱۳۰ نجونې دیني زده‌کړې کوي.

بلخوا، د دې مدسې یوه ښوونکي حافظ حسین احمدي وویل: «دا خوندي ځای دی چې زموږ خویندې پکې دیني زده‌کړې کوي او قراني او اسلامي علوم زده کوي.»

ځايي اوسېدونکي د یادې مدسې جوړېدل د دیني زده‌کړو د ترویج په برخه کې یو اغېزناک ګام بولي او ټینګار کوي چې د خپلو اولادونو د پوهې د ودې لپاره به هیڅ ډول هڅه درېغ نه‌کړي.

ځايي اوسېدونکی شهاب‌الدین رحیمي وايي: «موږ د خپلو خلکو له هڅو او مېړانې څخه مننه کوو چې مرسته یې وکړه او دغه دیني مدسه جوړه شوه څو زموږ نجونې پکې زده‌کړې وکړي.»

د غور د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکو په داسې حال کې په خپل شخصي لګښت دغه دیني مدرسه جوړه کړې چې د دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو خلکو هم په پرله‌پسې هڅو دیني مدرسو او ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې څو زده‌کړو ته د خپلو اولادونو لاسرسی اسانه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.