Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي: ناروغان په ډېر لګښت لرو روغتیايي مرکزونو ته لېږدوو

هرات (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د هرات د یو شمېر ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، روغتیايي خدمتونو ته نږدې لاسرسی نه لري او ناروغان د درملنې لپاره په اوږدو لارو او ډېر لګښت تر روغتيايي مرکزونو لېږدوي او زیاتوي چې حکومت باید د دوی دې ستونزې رسېدنه وکړي.

د انجيل ولسوالۍ د پشت‌جوی کلي اوسېدونکی نورګل چې له ډېرې مودې راهیسې له یوې ناروغۍ کړېږي وايي: «وزګار یم، کار نشته، ځمکې چندان حاصل نه ورکوي، په دې بد اقتصادي وضعیت کې څه ډول خپله یا خپل ناروغ ښار ته د درملنې لپاره بوځم.»

نوموړی له حکومته غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو برخه کې اقدام وکړي څو خلک وکولای شي پر وخت خپل ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي او درملنه یې وکړي.

د پښتون زرغون ولسوالۍ یو اوسېدونکی شمعون چې خپل ناروغ یې د درملنې لپاره هرات ښار ته راوړی وايي: «زموږ په سیمه کې نه ډاکټر شته، نه درمل، نه کلینیک، خلک په خپلو سترګو ویني چې ناروغان یې د یوې ساده ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي. زموږ د یوې ګاونډې کورنۍ پلار د درملو او روغتیايي مرکز نشتوالي له امله د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړ.»

نوموړي زیاته کړه، په پښتون زرغون ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د ولسوالۍ له مرکز او له روغتیايي خدمتونو په لرو واټنونو کې ژوند کوي.

هغه هم پر دې باور دی چې لرې پرتې سیمې روغتیايي خدمتونو ته جدي اړتیا لري او دغه خدمتونه باید یوازې د ولسوالیو تر مرکزونو محدود نه وي.

نوموړي زیاته کړه: «دا یوازې زموږ درد نه دی، په شاوخوا ولسوالیو کې هم همدا وضعیت دی، نه کلینیک لرو، نه ډاکټر، ناروغۍ ډېرې شوې خو څوک نشته چې مرسته وکړي.»

دغه‌راز، د یاد ولایت د زاول ولسوالۍ یو اوسېدونکی صدیق‌احمد وایي: «زموږ په کلیو کې ان یو کلینیک هم نشته، که څوک ناروغ شي، باید شینډنډ ولسوالۍ ته ولاړ شي خو ډېری خلک د موټر کرایه او د درملنې د لګښت وس نه لري.»

د هغه په وینا، وزګاري او خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوي چې ډېری خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره ښار یا نورو ولسوالیو ته نه بیايي.

ورته مهال، د ټولنیزو چارو کارپوهان ټینګار کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هر هېوادوال اساسي حق دی او حکومت له همکارو بنسټونو سره په ګډه باید هڅه وکړي څو دغه خدمتونه په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې خلکو ته ورسوي.

د ټولنیزو چارو کارپوه ګلاب حیدري په لرو پرتو سیمو کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید د یادو سیمو د خلکو لپاره لومړني روغتیايي خدمتونه لکه وړیا ځايي کلینیکونه، روغتیايي ګرځنده ټیمونه او بېړني امبولانسونه برابر کړي.

د هغه په وینا، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو نشتون نه یوازې د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کوي، بلکې د خطرناکو ناروغیو پراخېدو لپاره زمینه برابروي.

روغتیايي کارکوونکي هم ټینګار کوي چې له لرو پرتو سیمو ډېری ناروغان یوازې هغه مهال روغتون ته رسېږي چې وضعیت یې ډېر خراب وي او ځیني وخت د ډاکټر له لاسه هيڅ کار نه وي پوره.

د یوه خصوصي روغتون روغتیايي کارکوونکی حدید رسولي وايي چې په لرو پرتو سیمو کې د ساري ناروغیو په پراخېدو به انساني ناورین رامنځته شي؛ ځکه په وینا یې، نه یوازې خلک بېوزله دي، بلکې له روغتیايي مرکزونو هم ډېر لرې دي.

ورته مهال، د هرات د عامې روغتیا ریاست تاییدوي چې اوسمهال په ځینو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه یا نشته او یا که وي ارتقا ته اړتیا لري.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام‌محمد حنیفي د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل، په ځینو سیمو کې روغتیايي ګرځنده ټیمونه فعال دي، خو کافي نه دي، په ځانګړي توګه هغو سیمو کې چې کوچیان اوسېږي چې دغو ټیمونو ته هم لاسرسی محدود دی.

هغه د بشري ځواک کمښت او د بودجې نشتون په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا د ناکامۍ اصلي لاملونه بولي او له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.