Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برازیل د پخواني ولسمشر نیول کېدل او د واشنګټن سخت غبرګون

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د برازیل سترې محمکې د دغه هېواد مخکنی ولسمشر ژاییر بولسونارو د «قضايي محدودیتونو د نقض او د متحده یالتونو له لوري د سیاسي مداخلې د هڅې» په تور په خپل کور کې نظربند کړی؛ هغه اقدام چې د واشنګټن له سخت غبرګون او پر برازیلي توکو د تعرفو له لوړېدو سره مخ شو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سترې محکمې قاضي الکساندر دي مورایش چې په دې وروستیو کې د امریکا د مالیې وزارت له لوري پرې بندیز لګول شوی، د دوشنبې په ورځ (د اګسټ ۴مه) یې په کور کې د بولسونارو د نظربند کولو حکم صادر کړ او د برازیل پولیس د دوشنبې پر ماښام په برازیلیا کې د هغه کور ته ورغلي او هغه یې په رسمي ډول په خپل کور کې نظربند کړی او مخابراتي وسایل یې ترې ضبط کړي دي.

د دغه حکم پر بنسټ، مخکنی ولسمشر له مبایل د استفادې او د محمکې له تایید او وکیلانو له حضور پرته، له خلکو سره د لیدنو اجازه نه لري.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې چې بولسونارو په دې وروستیو کې د خپلو پلویانو له لوري په لاریونونو کې د مجازي ګډون سربېره، د محکمې د مخکنیو لارښوونو پر نقض او له خپلو متحدانو سره پر اړیکو تورن و.

په راپور کې راغلي، بولسونارو چې د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د پایلو لغوه کولو دسیسې په تور په ستره محکمه کې محاکمه شو، دغه اقدام یې «بزدلانه» او قاضي مورایش یې «دیکتاتور» بللی دی.

ملي او نړۍوال غبرګونونه

د نوموړي د نیولو د حکم له صادرېدو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام غندلی او ادعا یې کړې چې د برازیل له سترې محکمې د «مخالفینو چوپولو» لپاره ناوړه استفاده شوې ده. دغه راز امریکا ګواښ کړی چې «په بندیز لګولو» کې لاس‌لرونکي کسان باید ځواب ورکړي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه محکمه د «جادوګرانو ښکار» بللې او سر له راتلونکې چهارشنبې دغه هېواد ته د برازیلي توکو د وارداتو تعرفې ۵۰ سلنه لوړوي. ټرمپ بولسونارو ته په یوه لیک کې لیکلي: «دغه محکمه باید ژر تر ژره ودرول شي.»

بلخوا، د بولسونارو ځينو سیاسي پلویانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ تند غبرګون ښايي برعکس پایله ورکړي او د اوسنیو کیڼ‌اړخو له حکومته د خلکو ملاتړ پیاوړی کړي.

د برازیل ټاکنیزې محکمې له دې مخکې بولسونارو تر ۲۰۳۰ کاله په ټاکنو کې له نوماند کېدو بې‌برخې کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.