نیلي (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د شپږ میلیون افغانیو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر ابراهیم عسکري وویل چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په غارسو سیمه کې د «غارسو د نجونو لېسې» ودانۍ پر دوه جریب ځمکه د خلکو له لوري د شپږ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
دغه ښوونځي ۱۲ درسي خونې، د پاکو اوبو څاه، برېښنا او د اړتیا وړ نور ملحقات لري.
د دایکنډي د والي مرستیال مولوي احسانالله رحمتیار د دغه ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې وویل چې د دغه ډول مرکزونو جوړېدل د ټولنې لپاره ستر ویاړ دی.
هغه زیاته کړه: «خلک په لږو امکاناتو د زدهکړو برخه کې د خپلو اولادونو ملاتړ کوي، د دغه ډول ارزښتمنو مرکزونو جوړېدل به د نورو لپاره الګو وي.»
هغه ټینګار وکړ چې سیمهییزه اداره د دغه ښوونځي د امکاناتو ښه کولو برخه کې هڅه کوي.
دغه راز، د دایکنډي د پوهنې رییس مولوي رحمتالله قندیلي له ښوونکو او زدهکوونکو وغوښتل چې له دغه ښوونځي سمه ګټه واخلي.
هغه وویل: «موږ د تاسو د خدمتکوونکو په توګه، تل ستاسو ملاتړ او د ستونزو حلولو ته چمتو یو او د دغه ښوونځي د لا ښه تجهیز لپاره هڅه کوو.»
بلخوا، د یاد ښوونځي جوړولو پروژې له همغږيکوونکي سیدمحمد هاشمي وویل چې د دغه ښوونځي لګښت د څلورو انکشافي شوراګانو او کورنیو او بهرنیو خیرو کسانو له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «خلکو چې څه په توان کې درلودل، ویې کړل؛ تیږې، شګه او خاوره یې وړیا راوړل او ان د ښوونځي جوړولو لپاره یې یوه اندازه پیسې هم چمتو کړې.»
هغه وویل چې د دې ودانۍ له جوړېدو مخکې زدهکوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
هغه له مسوولینو وغوښتل چې دغه ښوونځي ته د مېزونو، چوکیو، احاطوي دېوال او نورو اړتیاوو پوره کولو برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP