کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): نن د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اړوند سیمه کې پامیر سينما ته څېرمه د کتابپلورنکو او ناشرانو لپاره مارکېټ او په همدې مارکېټ کې د کتاب درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو.
په دغه مارکېټ کې هغو کتابپلورونکو او ناشرانو ته ځای ورکړل شوی چې تر دې مخکې یې د کابل ښار په جویشير سيمه کې کتابونه پلورل خو د سړک د پراخېدو له امله یې هټۍ ړنګې شوې وې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي نن په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغو څرګندونو تر څنګ وویل چې د یاد مارکېټ جوړول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ د هغې لړۍ پیل دی چې په ترڅ کې به یې د کابل ښار په نورو ګڼمېشتو او د کتاب له شان سره مناسبو سیمو کې کتابپلورونکو ته ورته اسانتیاوې برابرې شي.
دی زیاتوي، د اسلامي امارت مشرتابه په هېواد کې د کتابپلورونکو او ناشرانو د ملاتړ په موخه هېواد کې پر ټولو چاپ کېدونکو کتابونو سل سلنه او له بهر څخه پر واردېدونکو ديني کتابونو پنځوس سلنه مالیه معاف کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرانکریم لیکلو او بيهقي کتاب خپرولو ریاست مشر عبدالعلیم ځانواک مفتيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد مارکېټ د کتابپلورونکو او ناشرانو لپاره د شاوخوا سلو غرفو ظرفیت لري، ځينې غرفې یې جوړې شوي او ځينې نورې به یې ژر جوړې شي او په ۱۶۰۰ افغانۍ میاشتنۍ کرایه کتابپلورونکو او ناشرانو ته ورکړل شوې دي.
په یاد مارکېټ کې یو شین پارک هم جوړ شوی دی.
مفتيزاده وویل چې په دغه پارک کې به زدهکوونکي، محصلین او نور کسان مطالعه کوي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مرستیال قاري وليګل جواد په نننيو مراسمو کې وویل چې دغه سيمه له سوداګریزه اړخه مهمه سیمه ده؛ نو ځکه یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ دغه ځمکه د کتابپلورونکو او ناشرانو په واک کې ورکړې ده.
یادو چارواکو دغه درې ورځني نندارتون د کتابونو د مطالعې د ترويج لپاره مهم اقدام وباله او پر کتابپلورونکو یې غږ وکړ چې د ورته نندارتونو له لارې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ ته لا وده ورکړي.
عبدالودود مختارزاده، د کتابپلورونکو او ناشرانو په استازیتوب په نننيو مراسمو کې د یاد مارکېټ پر پرانیستل کېدو خوښي وښوده او ويې ویل چې په لومړي ځل په کابل ښار کې د کتابپلورونکو او ناشرانو لپاره وړ ځای په پام کې نیول شوی دی.
هغه پر چارواکو غږ وکړ چې له ژمنې سره سم دې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې کتابپلورونکو ته بازارګوټي پرانیزي څو خلک وکولای شي په ټاکلي ځای کې کتابونه وپلوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP