Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فرزانه مراد: په هڅو او باور سره کولای شو ستونزې هم په فرصت بدلې کړو

ایبک (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې ۲۳ کلنه فرزانه مراد چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو د یوې کارګاه په رامنځته کولو یې  یو شمېر نورو ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او‌ کار زمینه برابره کړې، پر دې باور ده چې د هڅو، زغم او نوښت له لارې کېدای شي ستونزې هم په فرصت بدلې شي.

هغې له دوولسم ټولګي تر فراغت وروسته هیله درلوده د خپلې خوښې برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي، خو تر دویم امره پورې د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړو له بندیز سره د هغې دا هیله نیمګړې پاتې شوه.

سره دې هم فرزانې ځان‌ ته نوې لار غوره کړه؛ هغې چې په ماشومتوب کې یې له خپلې مور د ستنې کار او خیاطي زده‌ کړي، پرېکړه وکړه څو دغه کار ته مخه کړي.

هغې دوه کاله مخکې یوازې په ۱۰ زره افغانۍ د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د خیاطۍ او لاسي صنایعو جوړولو یوه کارګاه جوړه کړه او اوس یې له زده‌کړو بې‌برخې ۲۰ نورو نجونو ته هم د کار او خیاطۍ زده‌ کولو زمینه برابره کړې ده چې اوس له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

په دې کارګاه کې د حجابونو او مرۍګنډلو، دودیزو جامو او لاسي صنایع جوړولو برخو کې کار او زده‌کړې ورکول کېږي او یادې نجونې په لېوالتیا په دغو برخو کې پر زده‌کړو او کار بوختې دي.

فرزانې د پژواک له خبریال سره خبرو کې وویل:

 «د کار پیل مې اسان نه و، د دې کارګاه جوړولو پر مهال د مالي سرچینو، فرهنګي مخالفتونو او ټولنیزو فشارونو په ګډون له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوم، خو پر خپلو وړتیاوو مې پوره باور درلود او هڅه مې وکړه له شته محدودیتونو تېره شم څو دغه کارګاه بریا ته ورسوم.»

نوموړې د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه: «په لومړۍ ورځ مې خپل فعالیت په شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ پیل کړ، په یادو پیسو مې یوازې د کارګاه لومړني توکي وپېرل، د وخت په تېرېدو مې پانګه ډېره شوه او اوس سربېره پر دې چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوم، د دې کارګاه پانګه نږدې دوه سوه زره افغانۍ ده.»

فرزانه اوس نه یوازې یوه متشبثه ده، بلکې د نورو نجونو لپاره ښوونکې شوې هم ده؛ هغه د خیاطۍ ترڅنګ خوش‌نویسي او نقاشي هم زده‌کوونکو ته ور زده کوي.

د فرزانې په نظر هيڅ خنډ باید د ښځو او نجونو د پرمختګ مخه ونه نیسي:

«کله چې یوه زیارکښه او پياوړې نجلۍ وغواړي په کومه برخه کې فعالیت وکړي، له شک پرته به له ډېرو خنډونو سره مخ شي، خو دغه خنډونه یې باید د پرمختګ مخه ونه نیسي، باید هڅه وکړي، صبر وکړي او له بدیلو لارو د بریالیتوب مسیر پیدا کړي؛ ځکه چې هيڅ کار ناشونی نه دی.»

فرزانه اوس یوازې خیاطه او روزونکې نه ده، بلکې د څه باندې ۲۰ هغو نجونو لپاره چې د ښوونځي او پوهنتون د دروازو له تړل کېدو وروسته کورناستې شوې وې، یوه هیله ده، هغه نجونې چې نن د خیاطۍ ماشینونو تر شا ناستې دي او په هره بخۍ ځان ته نوی راتلونکی جوړوي.

هغې په یاده موده کې نږدې ۳۰ نورو نجونو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ برخو کې د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره کړې؛ هغو نجونو چې اوس ډېرې یې په خپلو کورونو کې خیاطي کوي او له دې لارې یې د مالي استقلال برخه کې کوچنی خو هیله بښونکی ګام پورته کړی دی.

فرزانه یوازې پر یادو فعالیتونو قناعت نه کوي هغه وايي:

«یوازېنۍ هیله مې دا ده چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بیا پرانیستل شي، موږ ټول د هغې ورځې په تمه یو چې وکولای شي درس او پوهنتون ته دوام ورکړو او خپل نیمګړي ارمانونه پوره کړو.»

په یاده کارګاه کې یوه ښوونکې خدیجه سامع وايي چې دا د سمنګان د ښځو د هنر او کلتور رامنځته کولو لپاره جوړه یوه فضا ده، له نقاشۍ او مرۍ ګنډلو نیولې د حجاب او افغاني او عربي دودیزو جامو تر ګنډلو.

ورته مهال، نوموړې په سمنګان کې د ښځو محصولاتو د پلور لپاره د مستقل بازار له نشتوالي شکایت کوي او وايي:

«له بده مرغه په سمنګان کې د ښځو لپاره یو مستقل بازار نشته چې موږ پکې خپل تولیدات وپلورلای شو نو موږ هم اړ یو چې د خپل کاروبار د پراختیا لپاره له انټرنېټي ‌سایټونو او ټولنیزو شبکو کار واخلو.»

خدیجه هیله لري چې حکومت د دغو ښځو چې نوی یې کار پیل کړی، د ملاتړ له لارې نه یوازې د دوی کاروبار ته وده ورکړي، بلکې د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي په کمولو کې هم اغېزناک ګام واخلي؛ ځکه د هغې په باور، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کېدو کیلي ده.

ورته مهال، د هاجرې جوادي او رویدا هاشمي په څېر نجونو کیسې هم د دغه روایت یوه برخه ده؛ دا هغه نجونې دي چې په دې کارګاه کې یې نه یوازې هنر زده کړی، بلکې پر خپل نفس باور، هیلې او موخې یې هم بېرته موندلي دي.

هاجره وايي:

«فرزانې موږ ته یوازې کار نه دی برابر کړی، بلکې موږ ته یې باور او انګېزه راکړي، موږ هم غواړو چې یوه ورځ د هغې په څېر له نورو نجونو سره مرسته وکړو.»

رویدا، هغه نجلۍ چې په وینا یې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته پر رواني فشار اخته شوې وه وایي، په دې کارګاه کې کار کول ورته یوه درملنه او فرصت ګرځېدلی: «دلته مې زده‌کړه وکړه، ارامښت مې وموند او اوس په لېوالتیا کار کوم.»

د فردي هڅو ترڅنګ، په سمنګان کې ځايي بنسټونه هم وایي چې له دا ډول نوښتونو ملاتړ کوي

د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو او مستهلکینو د ملاتړ عمومي مدیر قاري عنایت‌الله یاسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ریاست په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي توګه د ښځینه صنعتکارانو او متشبثینو لپاره ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي.

هغه څرګنده کړه: «په یاد ولایت کې له دوه زره زیاتې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې په فعالیت بوختې دي او عملي ملاتړ مو ترې کړی، دا مېرمنې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي توګه د ګنډ، غالۍ او شال ګنډلو برخو کې فعالیت کوي.»

نوموړي وویل، هڅه کېږي چې سوداګرې او د لاسي صنایعو تولیدوونکې مېرمنې هغو موسسو ته چې له دغه ریاست سره همکارې دي، معرفي شي څو د هغوی پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.