Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د «پي‌اوار» کارت‌لرونکو افغانانو د ایستلو موده وغځوله
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د پي‌او‌ار کارت‌لرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې غځول شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، د کډوالۍ د ټولو کارتونو د قانوني اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې او له دې وروسته به یې لرونکي «غیرقانوني» ګڼل کېږي او باید له دغه هېواده ووځي.

خو د پاکستان اج ټلوېزيون نن په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان د پي‌او‌ار کارت‌لرونکو افغان کډوالو ته د دغه هېواد پرېښودو لپاره د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر لومړۍ وروستۍ نېټه ورکړې ده، څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې په یاده موده کې به د «پي‌او‌ار» له کارت‌لرونکو افغان کډوالو سره هیڅ بد چلند نه کېږي او خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو پر مهال به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

چارواکو ویلي، که افغان کډوال تر ټاکل شوې نېټې خپل هېواد ته ستانه نه شي نو پر وړاندې به یې قانوني ګامونه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پي‌اوار کارت‌لرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.

د یادونې ده، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د زمري په اتمه د یو کلنو لاسته‌راړونو د تشریح پرواګرم کې ویلي چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تمدید شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.