کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): کابل ښار کې د اسرار پارسا په نوم یوه نجلۍ چې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې او کیڼه پښه یې فلج ده، په لېوالتیا او قوي اراده د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي او هیله لري څو د نوښتونو او ټکنالوجۍ برخې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
اسرار د یوې شپږکسیزې ډلې مدیریت ترڅنګ اوس د مصنوعي ځیرکتیا اړوند په څو پروژو کار کوي، هغه له حکومت او نړۍوالې ټولنې غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي څو په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي.
اسرار پارسا؛ هغه نجلۍ چې راپاڅېده څو خپله راتلونکې جوړه کړي
اسرار چې د کابل ښار د سرایشمالي له ګڼېګوڼې په یوه ډکه کوڅه کې په یوه کوچني خو روښانه کور کې اوسېږي، په لړزېدونکو لاسونو خو په پیاوړي فکر د علم او ټکنالوجي له لارې د خپل راتلونکي جوړولو په لټه ده.
پارسا لا دوه کلنه نه وه چې ګوزڼ ووهله او کیڼه پښه فلج شوه، خو هغه هیڅکله تسلیم نهشوه او د خپلې کورنۍ په ملاتړ یې له هر فرصته د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه.
هغه پر ډېرو ستونزو سربېره توانېدلې چې له لومړي تر دوولسم ټولګي خپل درسونه په ښه ډول پای ته ورسوي او تل په ټولګي کې له اول تر پنځم نومره درجو کې راشي. هغه په ۱۳۹۲ کال کې د بيبي سروري سنګري له لېسې فارغه شوې ده.
اسرار له دې امله چې له علم، په ځانګړې توکه د انګلیسي ژبې او کمپیوټر له زدهکړو سره یې ډېره لېوالتیا درلوده، په ۱۴۰۰ کال کې یې د «ادراک» لوړه زدهکړو موسسه کې د کمپیوټرساینس پوهنځي کې خپلې لوړې زدهکړې پیل کړې.
خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د نجونو پر مخ تر بل امر پورې د پوهنتونونو له تړکېدو سره، د اسرار د لوړو زدهکړو د پای ته رسولو هیله تر اوسه نیمګړې پاتې ده.
اسرار وايي چې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو یې تر ډېره پر ذهن منفي اغېز کړی و، خو بېکاره کښې نه ناسته او د ټاکلي هدف لپاره د ځان د پرمختګ په فکر کې وه او اوس مهال په بېلابېلو ټولګیو کې په انلاین ډول د پروګراملیکنې په زده کولو بوخته ده.
هغه د انلاین زدهکړو ترڅنګ له کمپیوټرساینس له پوهنځي فارغ شوي خپل ورور سره د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي.
هغې وویل: «هغه وخت انګېزه راته پیدا شوه چې د یوې رسنۍ له لارې مې یو مستند ولید چې پکې د مصنوعي لاسونو، پښو او خپله چلېدونکو موټر په څېر د مصنوعي ځیرکتیا بېلابېلې لارې چارې ښودل کېدې.»
هغې زیاته کړه: «د مستند په یوه برخه کې مې د غرختونکو صحنه ولیده چې د یوه کس پښه په یوه پېښه کې زیان ویني او نهشي کولای خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو یوه ملګري یې له پرمختللې مصنوعي پښې په استفادې چې له مغزو سره یې اړیکه لرله، توانېدلی و چې بېرته غرختنه پیل کړي. دغه مصنوعي پښه داسې جوړه شوې ده چې کس داسې احساس کاوه چې خپله پښه یې ده.»
د هغې په خبره، د دغه مستند کتل د دې لامل شول څو د مصنوعي ځیرکتیا، د هغې د کارولو او د کار کولو د څرنګوالي په اړه نوره څېړنه هم وکړي او په دې برخه کې مخکې ولاړه شي.
اسرار په لومړي قدم کې د خپل ورور په مرسته یو ګازي سنسور جوړ کړی دی. هغه وايي چې اوس د خپل ځان، ورور یې او د پوهنتون د دورې د څلورو نجونو په ګډون له یوه شپږکسیز ټیم سره پر څو څېړنیزو او عملي پروژو کار کوي.
هغې چې ویل یې له پروژو یې یوه د داسې یوې دستګاه جوړول دي چې د رنګ پېژندلو له لارې یو توپ تعقیبولای شي، زیاته کړه: «له بده مرغه په افغانستان کې د دې پروژو پلې کولو لپاره اړین وسایل په سختۍ پیدا کېږي؛ اکثره وخت دغه وسایل په خپل لګښت له ایرانه راغواړم. زما بله پروژه د یوه داسې روبوټ طرحه کول دي چې مصنوعي ځیرکتیا پورې اړوند دی او له مخکې د تعریف شوو شلو بېلابېلو شیانو پېژندلو وړتیا ولري. دا ټول فعالیتونه مې په تېر یونیم تر دوو کلونو کې ترسره کړي دي.»
اسرار د ځان په څېر نورو نجونو ته په اشاره وویل: «زما پیغام افغان نجونو ته دا دی چې هيڅکله باید ناهیلې نه شي او یا دا فکر ونه کړي چې راتلونکی یې تیاره دی؛ دوی کولای شي له شته فرصتونو او امکاناتو لکه انلاین کورسونو او پوهنتونونو ګټه واخلي او د زدهکړو او پرمختګ لاره تعقیب کړي.»
فلج د اسرار پر روان دومره بد اغېز کړی چې د مخکنیو ترخو خاطرو پر وریادېدو یې ستونی له غریوه ډک شو، په لوړ غږ یې وژړل، ویې ویل: «هغه وخت ټولو د پولیو واکسین ته لاسرسی نه درلود، زه ګوزن ووهلم، وروسته یې سره صلیب ته بوتلم، عملیات مې وشو او پښو ته مې یې قالب جوړ کړ، اوس په همدې پښو ژوند ته دوام ورکوم او د پرمختګ پر لور روانه یم.»
هغې له نړۍوالو او داخلي بنسټونو غوښتنه وکړه چې د دوی د ټیم ملاتړ وکړي څو پرمختګ وکړي او په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د هغه ورور ملاتړ چې خپلې خور ته یې د علم زمینه برابره کړه
د اسرار مشر ورور نوید پارسا چې د کمپیوټرساینس له څانګې فارغ شوی، وروسته له هغه چې د نجونو پر تعلیم محدودیت وضع شو، د خپلې خور ملاتړ یې وکړ.
نوید پارسا وایي: «خور مې ډېر خپه وه، ورته ومې ویل خفه کېږه مه، هرومرو به یو څه وکړو، موږ څو ورځې فکرونه وکړل او کار مو وکړ، تر دې چې پرېکړه مو وکړه چې یو ټیم جوړ کړو.»
د نوموړي په وینا، د ټیم له جوړولو وروسته یې د کار وسایل خپلې خور ته وسپارل.
هغه زیاته کړه: «ما د روباټیک برخه کې وسایل لرل، هماغه مې ورته ورکړل او د برنامې لیکلو زدهکړه مو پیل کړه، اسرار له ساینس او ټکنالوجۍ سره لېوالتیا لري او په ریاضیاتو کې هم لوړه وړتیا لري، همدا ځانګړتیاوې د هغې د پرمختګ لامل شوې.»
نوید زیاتوي، خور یې هیله لري چې له مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستنې له لارې د معلولو کسانو لپاره مصنوعي غړي طرحه او تولید کړي.
د پرمختګ لپاره ملتیا؛ داسې ملګری چې د راتلونکي جوړولو لپاره په یوه انګېزه بدل شو
عایشه صدیقي چې د ادراک لوړو زدهکړو په عالي مؤسسه کې د اسرار ټولګیواله او د اسرار د شپږکسیزه ټیم یوه غړې ده وایي: «زه او اسرار په پوهنتون کې ټولګیوالې وو، کله چې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې، ما له اسرار سره اړیکه ونیوه او د هغې د فعالیتونو په اړه مې وپوښتل، هغه د برنامې لیکلو برخه کې په فعالیت بوخته وه، همدغه موضوع د دې لامل شوه چې زه هم له هغې سره ګډ کار ته لېواله شوم.»
هغې زیاته کړه: «له بده مرغه زموږ هېواد د ټکنالوجۍ برخه کې وروسته پاتې دی او زموږ موخه دا ده چې د خپلو فعالیتونو پر مټ، که څه هم کوچني وي، د هېواد پرمختګ لپاره ګام پورته کړو، غواړو چې د خپلو کارونو له لارې د افغان نجونو په زړونو کې هیلې راژوندۍ کړو او دا ثابته کړو چې هغوی هم وړتیا لري او خپلو موخو او هیلو ته رسېدلای شي.»
د تعلیمي چارو پوه: اسرار د نورو نجونو لپاره الهامبښونکې ده
عبدالله علیزاده چې د کابل ښار د لوړو زدهکړو په یوه خصوصي مؤسسه کې استاد دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «تعلیم او تحصیل یوه پراخه موضوع ده او ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، د هغوی رول د ژوند په ټولو برخو کې، که د کورنۍ په کچه وي او که د ټولنې په کچه، ډېر اغېزناک او ټاکونکی ثابتېدای شي.»
د هغه په وینا، هر څومره چې ښځې زدهکړه وکړي، هماغومره به ټولنه هم پرمختګ وکړي؛ د بېلګې په توګه، هغه نجلۍ چې زدهکړه یې کړې وي، د ژوند او کورنۍ په اړه یې لیدلوری، چلند او برخورد له هغې نجلۍ سره ډېر توپیر لري چې زدهکړه یې نه وي کړې.
د هغه په باور، هغه کس چې زدهکړې یې کړې وي مثبت، رغوونکی او اغېزناکه رول درلودای شي او کولای شي چې د ټولنې په ودې او پرمختګ کې برخه واخلي. دغهراز، هغه څوک چې له زدهکړو بېبرخې پاتې شوی وي، ډېری وخت غیرفعال او لږ اغېزناک رول لري او اکثره وخت ټاکونکی نه وي، یوازې لیدونکی وي.
هغه زیاته کړه: «هغه نجونې چې له ستونزو سره یې انلاین زدهکړو ته مخه کړې، په حقیقت کې د دې څرګندونه کوي چې لا هم غواړي فعاله ونډه ولري. موږ باید هېر نه کړو چې نړۍ د ډیجیټل کېدو لور ته روانه ده او د کرونا تجربې موږ ته را زده کړل چې زدهکړې یوازې د یوه ټولګي یا د ښوونځي په یوې ودانۍ پورې محدودې نه دي.»
هغه اسرار ته په اشاره وویل، کله چې یوه نجلۍ، په ځانګړې توګه یوه معلوله نجلۍ زدهکړو ته مخه کوي، دا کار نه یوازې هغې ته دا حس ورکوي چې پر ځان باور لري، بلکې نورو ته هم الهام ورکوي او له دې لارې نورو ته ښيي چې نجونې کولای شي خپلواکې واوسي او پر خپلو پښو ودرېږي.
علیزاده هم د ټولو نجونو لپاره د زدهکړو زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP