فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د غور د ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ورزش د ودې او منتخب ولایتي ټیم ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د ووشو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د ووشو فدراسیون مسوول استاد میرویس احمدي نن (شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د څلورو کلبونو لوبغاړو ترمنځ د «ځوانانو او لويانو» سني کټګوریو او له «۴۸ تر ۸۰ کیلوګرامه» وزنونو کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې د ووشو فدراسیون له لوري او د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د تنکیو ځوانانو ترمنځ ووشو سیالۍ ترسره شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP