Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد کې د یوناما دفتر تړل شوی نه دی، بلې سيمې ته یې لېږدوي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوناما د دفتر تړل کېدو په اړه له اوازو وروسته، یادې ادارې ویلي چې دفتر یې تړل شوی نه دی، بلکې د ودانۍ د قرارداد موده یې پوره شوې او له هغه ځایه د ښار بلې ساحې ته انتقالېږي.

تېره اونۍ په ټولنیزو پاڼو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې په جلال‌اباد ښار کې د یوناما دفتر تړل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په ختیځ کې د یوناما سیمه‌ییز دفتر د ودانۍ د قرارداد موده پای ته رسېدلې او د جلال‌اباد ښار یوې بلې سیمې ته انتقالېږي.

سرچينې زیاته کړې: «لکه څرنګه چې موږ د دفتر د انتقال په حال کې یو، د خپل ماموریت د سرته رسولو چارې په منظم ډول پرته له کوم خنډه ترسره کوو.»

یوناما لیکلي، خلک کولای شي چې له دغه دفتر سره د شته اړیکو او ادرسونو له لارې اړیکه ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.