Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

زرنج (‌پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د نیمروز د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا محمدحق بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ په ۱ او ۲ حسین‌اباد کلیو کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې نن (دوشنبه) پیل شوې چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې دغه شبکې د ۱۰ میلیون او ۱۷۰ زره افغانیو په لګښت د اغاخان خیریه بنسټ په مالي مرسته د ډاکار موسسې له لوري د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ جوړیږي.

هغه وویل چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به ۴۰۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د یادونې ده چې ځايي اوسېدونکو د دغو شبکو جوړولو د کار له پیلېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دغه ډول تاسیساتو ساتلو ته به پاملرنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.