کابل (پژواک، ۲۰زمری ۱۴۰۴): ا.اوایي، د یوناما په وروستي راپور کې هڅه شوې چې عامه اذهانو کې اندېښنې ایجاد کړي او په دې تړاو یې د یوناما استازي را غوښتي وو او ورته په ټینګار ویلي شوي چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د جبري راستنېدونکو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور څېړنه ترسره شوه.
هغه لیکلي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې له خوا راپور خپور شو چې ګواګي هغه افغان مهاجرین چې له ایران او پاکستان څخه هیواد ته را ایستل کیږي د اسلامي امارت له خوا له شکنجې، انتقاميچلند، بېدلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
ده لیکلي، په راپور کې د ذکر شویو پېښو د څېړنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ، د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایات وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کرهوالي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکرهوالي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.
بلخي په خبره، د دې حکم په تعمیل یاد کمیسیون له بېلابېلو ناستو وروسته موندلي چې که څه هم په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول راايستل کېدونکو مهاجرينو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره مهاجرين اندېښنمن کړي.
موندني ښي: «راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او با ثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی.»
یاد کمیسیون ویلي، راپور ادعا کوي چې یوازې له ۴۹ کسانو سره مرکې یې د راپور بنسټ جوړ کړی حال دا چې په میلونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي فلهذا د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او ډېر موارد له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه ذکر شوي دي، چې د څېړنې له علمي ميتودونو سره هم سمون نه لري.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې: «راپور کې له داسې اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی چې سیاسي بڼه لري او د بېطرفۍ اصلتر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو ادعاوې. راپور د ډېرو محدودو ادعاوو/پېښوپر اساس جوړ شوی او د يو څو پېښو پر اساس پکې د ټول هيواد د وضعيت د قياسو هڅه شوې. عمومي او غيری مشخصې ادعاوې پکې شوې وې، چې د ځای، شخص او وخت په اړه یې د ابهام له وجې څېړل ناشونی وي. د بېلګې په ډول: د یوې ښځې ادعا چې یو پوځي چارواکي په زور د هغې د ودولو غوښتنه کړې، یا د یوه قاضي یادونه چي هغه وایي د ژوند تشویش لري ګواکي له ډاره له کوره نه شي وتلی، د تخار او پکتیا د راستنیدونکو د قتل قضیې جزئیات نه لري، او نه یې شواهد شریک شوي مګر راپور کې يې ادعا شوې ده.»
سرچینې زیاته کړې، تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، او مثبت پرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي دي.
د موندنو له مخې، راپور د الفاظو په لوبې کې د پېښو تصوير ډېر لوی ښودل شوی، پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکول شوی اودغه راز په راپور کې د هيواد ځانګړی ديني او ټولنيز هويت او ارزښتونه په پام کې نه دي نیول شوي.
دغه ګډ کمیسیون دا هم ویلي چې په راپور کې د پېښو پر ځای د تېرو پېښو ذکر شوی چې لوستونکي ته داسي فکر ورکوي لکه داچي نوې پیښې وي.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، پورتنیو ستونزو ته په کتلو په مجموع کې راپور کي هڅه شوې چي په عامه اذهانو کې بېځایه اندیښنې ایجادکړې چې ګوکي د هیواد اوسنی وضعیت د راتلونکو هیوادوالو لپاره مساعد نه دی.
هغه لیکلي، د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسئولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جديبياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP