Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د پانګونې پر جلبولو د اسلامي هېوادونو د علماوو او پانګه‌والو ټینګار

پاراخ (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مقام وايي چې د شاوخوا لسو اسلامي هېوادونو یوې ډلې دیني علماوو او پانګه‌والو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په افغانستان، په ځانګړې توګه پنجشېر کې د پانګونې پر جلبولو ټینګار کړی او د داسې یوې طرحې د تدوین خبر یې ورکړی چې پر بنسټ به یې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې نهه نهه سوه زره امریکايي ډالر پانګونه کوي.

د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د نږدې لسو اسلامي هېوادونو یوه ډله دیني علماوو او پانګه‌والو دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي حافظ محمداغا حکیم سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دغه پلاوي کې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند استازي شامل دي چې د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې یې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان، په ځانګړې توګه پنجشېر کې پانګونې ته د لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ ژمنه کړې چې اسلامي نړۍ او پانګه‌والو ته به د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کوي.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم په دې لیدنه کې ویلي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د هېواد زېربناوې په بشپړه توګه ویجاړه شوې وې، خو اوس افغانستان له بحرانونو راوتلی او د خپلو زېربناوو د بیارغولو په حال کې دی.

هغه زیاته کړې چې د بل هر وخت په پرتله نن په افغانستان د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او د اسلامي نړۍ هېوادونو پانګه‌وال باید د «خالص اسلامي نظام» د پیاوړتیا لپاره پانګونه وکړي.

د هغه په خبره، په تېرو وختونو کې د پنجشېر د پوهنې، روغتيا، کرنې او کانونو برخو کې هیڅ بنسټيز کار نه دی شوی او اوس په دې برخو کې پانګونې ته سخته اړتيا ده.

هغه له پانګه‌والو وغوښتل چې په دې برخو کې پانګونه وکړي او نور سوداګر هم وهڅوي.

د یمن د علماوو شورا مشر ډاکتر عبدالله الزنداني د افغانستان امنیت بې‌ساری وباله او ویې ویل چې د دغه هېواد ځینو ولایتونو ته سفر او د امنیتي وضعیت لیدلو ډېر متاثره کړی دی.

هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي نړۍ ته به د افغانستان رښتینی انځور ورسوي او له پانګه‌والو یې وغوښتل چې په ډاډ سره په افغانستان کې سوداګرۍ او پانګونې ته دوام ورکړي.

یوه قطري پانګه‌وال محمدحسن العمادي هم په افغانستان کې د ګرځندوی او کرنې برخو کې پانګونې ته چمتووالی وښود او افغانستان یې د پانګونې لپاره یو مناسب فرصت یاد کړ.

یمني سوداګر او د اسلامي تمویل د پلاوي مشر خالد وویل: «زه د پانګونې په نیت افغانستان ته راغلی یم، څو په دغه هېواد کې نوی اسلامي نظام پر خپلو پښو ودرېږي او دا کار خپل مسوولیت بولم.»

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ډېرو ګواښونو او دسیسو سره مخ دی، خو دا عالمان او پانګه‌وال هڅه کوي چې دغه نظام پیاوړی کړي.

د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې خالد د یوې داسې طرحې د تدوین خبر ورکړ چې له مخې به یې د اسلامي هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او پانګه‌وال هر یو په افغانستان کې نهه نهه سوه زره امریکايي ډالر پانګونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.