کندهار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د کندهار ښاروالي وايي چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځه زره مترمکعب په اندازه د استنادي دېوالونو جوړولو یوې پروژې چارې پیل شوې.
د کندهار د ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم نن پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې پروژه کې نږدې پنځه زره مترمکعب سنګکاري په اساسي او معياري ډول ترسره کېږي چې پهکې کانالونه، ويالې او مندونه شامل دي.
هغه زیاته کړه، په پروژه کې هره ورځ ۴۰ کسانو ته د فني او غیرفني کار زمینه برابرېږي او ټولې ساختماني چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
د عاصم په خبره چې د دې پروژې ټول لګښت د کندهار ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.
د هغه په وینا، د پروژې په عملي کېدو سره به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې خلک د سېلابونو له خطرونو او د ولاړو اوبو له بدبويۍ او چټلیو خوندي شي او د تګ راتګ پر مهال به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د کندهار د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی عبدالحلیم وايي: «هر ژمی زموږ کوڅې له سېلابي اوبو ډکې وې، کورونو ته اوبه ننوتلې او زیانونه یې رارسول، خو اوس چې استنادي دېوالونه جوړېږي، ډېر خوشاله یو او دا ستونزه به حل شي.»
دغه راز، د شپږمې ناحیې اوسېدونکی عبدالولي هم دا ډېر ګټور او پر ځای کار بولي او د دې ډول نورو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي.
هغه وویل: «موږ کلونه د سېلابي اوبو او نورو خرابو اوبو د بدبويۍ له امله کړېدلي یو، دا پروژه به نه یوازې زموږ سیمې له سېلابونو وژغوري، بلکې د ژوند چاپېریال به هم پاک او سالم کړي، موږ د داسې نورو پروژو غوښتنه هم لرو.»
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، هڅه کوي د ښار د اوبو لارو، کانالونو او استنادي دېوالونو په جوړولو سره د سېلابونو او اوبو راټولېدو ستونزه په بشپړ ډول حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP