Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ته ۵۴ ورزشکاران وټاکل شول

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لپاره په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ۵۴ ورزشکاران وټاکل شول.

کابل کې درې ورځې مخکې د بدن ښکلان او فټنس ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه سیالۍ پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، په کابل کې د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې چې له بېلابېلو ولایتونو کې په‌کې لوبغاړو ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه، د ورزش په برخه کې لاسته‌راوړنې ورځ تر بلې ډېریږي او په خبره یې چې دوی هڅه کوي څو ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې امکانات برابر کړي.

نوموړي ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی همکاري او ملاتړ به کوي.

په یادو مراسمو کې د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون رییس باور هوتک وویل چې د ملي لوبډلې لپاره اتلسم پړاو ټاکنیزو سیالیو کې له ۲۳ ولایتونو ۲۵۶ ورزشکارانو کډون کړی و.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې په نهو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ۲۷ ورزشکاران د بدن ښکلا برخه کې او ۲۷ ورزشکاران د سپورټ فزیک برخه کې د هېواد ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

نوموړی وایي، څه وخت وروسته په ټایلنډ کې اسیایي سیالۍ ترسره کېږي او له افغانستانه به په‌کې همدغه ورزشکاران په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون وکړي.

وحیدالله صدیقي چې د دغو سیالیو د فټنس برخه کې یې د ۱۷۵ سانتي قد کټګورۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی و او خوښ دی چې لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

هغه وایي، هیله یې دا ده چې په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره ویاړ راوړي.

نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د بدن ښکلا او فټس له ورزشکارانو سره دې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او هغوی ته دې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

دغه راز، بل ورزشکار ویس نوري چې په دغو سیالیو کې یې د ۶۵ کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې د بدن ښکلا برخه کې لومړی مقام ګټلی وایي، یادو سیالیو ته یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بشپړ چمتووالی نیولی و او وتوانېد څو لومړی مقام ترلاسه کړي.

هغه هم د المپیک ملي کمېټې او بدن ښکلا او فټنس فدراسیون له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دې برخې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.