Language

هلمند کې د ترافیکې پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قوماندي وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ترافیکي پېښې له‌ امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور تپیان شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د روږدو درملنې سل‌بستریز روغتون ته څېرمه د هلمند – کندهار پر لویه لار یو ماریکس موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور تپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

Related Topics