زابل کې د ترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړو ته مرګژوبله اوښتې
د زابل امینه قومانداني وايي، د دغه ولایت د مرکز کلات ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د زابل امینه قومانداني وايي، د دغه ولایت د مرکز کلات ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ۶۳۹ ترافیکي پېښو له امله ۷۶۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰۸ نور ټپیان شوي، خو د دې مودې د وروستیو پنځو میاشتو پر مهال ترافیکي پېښو کې د مرګژوبلې کچه نږدې ۳۲ سلنه کمه شوې ده.
د بدخشان د ترافیکو مدیر وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکې پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ایراني رسنيو راپور ورکړی چې تېره شپه د فارس پر لويهلار د ترافيکي پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه او ۳ ایرانیان ټپیان شوي دي. د ایران د تسنیم خبري اژانس د فارس لويېلارې قوماندان…