منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لغمان کې د ترافیکې پېښې له امله دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۶۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د لغمان امنیتي مسوولین وايي، د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې نن سهار پنځه‌نیمې بجې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې د یوه ‌کرولا، سراچه او پاسو ډوله موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، پېښه کې د سراچې موټرچلوونکی مړ شوی او یو بل کس ټپي دی چې حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د پېښې علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.