منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۲ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۲۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): ایراني رسنيو راپور ورکړی چې تېره شپه د فارس پر لويه‌لار د ترافيکي پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه او ۳ ایرانیان ټپیان شوي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د فارس لويې‌لارې قوماندان عبدالهاشم دهقاني په حواله راپور ورکړی چې دغه ترافيکي پېښه تېره شپه د ایران په وخت شاوخوا اته بجې، د فارس ولایت اړوند د نی‌ریزـ محور قطرویه – سیرجان پر لار شوې ده.

هغه زیاتوي، په ياده ترافيکي پېښه کې يو ايرانی موټرچلوونکی او ۱۰ افغانان مړه او درې ایرانیان ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي، یاده پېښه د «پژو» او «ايسوزو» موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل يې د «پژو» موټر ګړندی تګ ښودل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان د شهدای نی ریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه