Language

نسیم راډیو خپل فعالیت دروي

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): نسیم راډیو چې په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې فعالیت کوي، اعلان کړی چې وروسته له ۱۳ کلن فعالیته خپل نشرات دروي.

نسیم راډیو پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د نسیم راډیو شبکه، د دایکنډي او بامیان له خلکو سره وروسته له دیارلس کاله یوځای‌والي بندیږي.»

خو په داسې حال کې چې نسیم راډیو د خپلو نشراتو درولو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو اورېدونکو ته یې ډاډ ورکړی چې د «شرایطو په ښه کېدو» سره به خپل فعالیت بېرته پیل کړي.