Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل‌اچونې چارې بشپړې شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل‌اچونې چارې بشپړې شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کجکي ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د ملګرو ملتونو د پروژو دفتر د مالي ملاتړ او د سي‌اېچ‌ای موسسې په تخنیکي همکارۍ د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې کار بشپړ شو.

نوموړي زیاته کړه چې پر دغه پروژه څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه وویل، یاد سړک  د کجکي ولسوالۍ اړوند له آذان سیمي تر ده بابا سیمي پوري چې ۱۴ کېلو متره اوږدوالی او ۷.۵ متره سور لري، ۳۰ ساتني متره جغل پرې اچول شوي او د سړک کنډ او کپر برخي بیا ځلي ترمیم شوي دي.

نوموړی د دې ترڅنګ داهم وویل چې له یاد  سړک څخه د باراني او سېلابي اوبو د ایستلو لپاره کانالونه ایستل شوي دي څو سړک له تخریب څخه وژغورل شي.

د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره د سیمي د خلکو ګڼې ستونزې حل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.