Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هغو ښځو کیسې چې له ایرانه تر راستنېدو وروسته یې شبرغان کې نوی ژوند پیل کړی

شبرغان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ښځې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو له ایرانه لسګونه راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، د ملاتړ په صورت کې به خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او ډېر شمېر ښځې به په کار وګوماري.

«بانوان وطن‌دوست» خیاطۍ کې هغه ښځې په کار بوختې دي چې یوه ورځ په اجبار له ایرانه له نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې، خو اوس یې پرېکړه کړې چې ژوند له سره جوړ کړي.

د یادې کارګاه مسوولې فرشتې محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده کارګاه یې له هغو ښځو د ملاتړ لپاره جوړه کړې چې له ایرانه راایستل شوې یا بېوزلې دي.

د هغې په وینا، په دې کارګاه کې ۶۰ ښځې د خیاطۍ او مرۍ ګنډلو برخو کې کار کوي.

محمدي له نړۍوالو بنسټونو او همکارو موسسو وغوښتل څو د یادې کارګاه پراختیا او راستنو شوو مېرمنو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو برابرېدو برخه کې همکاري وکړي.

هغې زیاته کړه: «زه له نږدې شاهده یم چې ډېری ښځې د عاید نه درلودو له امله سخت ژوند تېروي؛ پرېکړه مې وکړه په کمه پانګه چې درلوده مې، یو کار وکړم څو هم له هغوی سره مرسته وشي او هم وکولای شو خپل دودیزو او هنري مهارتونه خوندي کړو.»

یو شمېر نجونې او ښځې چې په یاده کارګاه کې په کار بوختې دي، ورته کیسې لري؛ د راایستلو سرګرداني، د شتمنیو له لاسه تلل او اوس د ژوند جوړولو لپاره بیاځلي هڅه.

۱۵ کلنه مینا چې له خپلې شپږکسیزې کورنۍ سره له ایرانه راایستل شوې وايي، په دغه هېواد کې له کلونو ژوند تېرولو وروسته په یوه ورځ کې یې کور، درس او زده‌کړې له لاسه ورکړل.

هغې زیاته کړه: «اوس چې د یوې نوې راتلونکې په هیله د خیاطۍ ماشین شا ته ناسته یم، غواړم خپل ژوند له سره جوړ کړم؛ په ایران کې په اتم ټولګي کې وم، په یوه ورځ کې مې هر څه له لاسه ورکړل، هېواد ته خالي لاس راستانه شوو، خو اوس غواړم له دې لارې کسب زده کړم او پر ځان بسیا شم.»

هغه چې په شبرغان کې د یاد کاري فرصت له برابرېدو خوښي څرګندوي وايي، سره له دې چې تش لاسونه هېواد ته راستنه شوه، خو هیله‌منه ده څو د خیاطۍ او مرۍ ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو برخه کې مرسته وکړي.

ورته مهال، د زحل په نوم یوه بله ۲۳ کلنه نجلۍ چې د خیاطۍ کارګاه کې په کار بوخته ده وايي: «زه دې کارګاه ته له راتګ مخکې وزګاره وم، خو اوس شکر دی چې کار مې پیدا کړ، په دغو شرایطو کې د کسب زده‌کړه موږ نجونې پر ځان بسیا کولای او روښانه راتلونکی راته جوړولای شي.»

نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پر ژور خپګان اخته شوې وه زیاته یې کړه،  اوس یې د ژور خپګان ستونزه حل شوې او اقتصادي ستونزې یې هم کمې شوې دي.

هغې له مرستندویه ادارو او له دولته وغوښتل چې ښځو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د خامو توکو مرسته ورسره وکړي څو خپل تولیدات دوه چنده کړي.

همدارنګه زینب چې د خیاطۍ په کارګاه کې استاده ده، د دې کارګاه د جوړېدو هرکلی یې وکړ، ویې ویل چې اوس کولای شي د دغه کار له لارې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پیدا کړي.

هغه چې په دې وروستیو کې له ایرانه راستنه شوې او له اقتصادي ستونزو یې شکایت درلود، د دې کارګاه جوړېدل د بېوزلو کورنیو د ژوند ښه‌والي لپاره یو مثبت ګام بولي.

نوموړې زیاته کړه: «زه د کور ښځه یم، اووه اولادونه لرم، د کور په اقتصاد کې برخه اخلم، ډېره خوشاله او له خپل کاره راضي یم، له دې لارې له خپل خاوند سره مرسته کولای شم او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړم چې نورو ښځو ته هم د کار اجازه ورکړي. د همدې خیاطۍ له لارې یو څه عاید لرم چې د کور او اولادونو لپاره یې لګوم.»

نوموړې زیاته کړه: «کومې مېرمنې چې په دې کارګاه کې کار کوي، ډېری یې له ایرانه راستنې شوې او کونډې او بې‌وزلې دي، موږ پرمختللو ماشینونو او خامو موادو ته اړتیا لرو، که دغه مواد راته برابر شي، خپل تولیدات به دوه چنده کړو او ډېرې نورې شاګردانې به دې کارګاه ته جذب کړو.»

ورته مهال، د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله لطیفه سرورزاده د دغه ولایت د ښځینه کارګاوو د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، دغه خونه د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د حکومتي ادارو په همغږۍ د ښځو د پرمختګ لپاره هڅې کوي.

هغه وايي، اوس مهال د جوزجان په کچه شاوخوا ۲۰۰ کارګاوې فعالې دي چې ۱۰۰ یې د ښځو د سوداګرۍ په خونه کې ثبت دي او شاوخوا ۳۵۰۰ ښځې په‌کې په کار بوختې دي. دغه کارګاوې په خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، کرنې، مالدارۍ او پخلي برخو کې فعالیت کوي.

هغه باور لري چې د دغو نوښتونو پراختیا نه ‌يوازې کورني اقتصاد ته ګټه رسوي، بلکې په ټولنه کې هم د ښځو رول پیاوړی کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.