Language

د پاکستان کراچۍ کې د هوایي ‌ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د د اګسټ ۱۴مې نمانځلو په مناسبت هوایي ډزو کې درې کسان وژل شوي او د څلورو ښځو په ګډون ۷۵ نور ټپیان دي.

د پاکستان «ARY» ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په مناسبت هوایي ډزو کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي او د څلورو ښځو په ګډون ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د څو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د یادونې ده، پاکستان د ۱۹۴۷ کال د اګسټ په ۱۴مه رامنځته شو او اوس هر کال دغه ورځ نمانځي او سږ کال یې ۷۸ کالیزه ده.