Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زمري ۲۴مه؛ چارواکي: له نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي یو

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): چارواکو، د زمري ۲۴مې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډه کې وویل «نه د چا لپاره تهدید يو او نه دې څوک موږ ته تهديد جوړېږي»؛ افغانستان د متوازن سیاست د اصل او متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه بیا واک ترلاسه کړ؛ دغه ورځ هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېږي.

نن په همدې مناسبت په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې غونډه وشوه.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې یادې کړې، ویې ویل چې عمومي عفوه، د اسلامي شریعت تطبیق، د بشپړ امنیت او د مرکزي حکومت ټینګښت، د یوې واحدې نظامي قوې جوړول، د قدرت د جزیرو له منځه وړل، له نشه‌یي توکو سره مبارزه، له کورنیو عوایدو د بودجې تمویل، د افغانۍ د ثبات ساتل، بېلابېلې بنسټیزې پروژې او نور د اسلامي امارت له مهمو لاسته‌راوړنو دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په هېواد کې د ظلم او بې‌عدالتیو مخه ونیول شوه، افغان ولس د ګڼو قربانیو په ورکولو سره افغانستان خپلواک کړ او اوس‌ په‌کې اسلامي شریعت پلی کېږي.

متقي دغه راز وویل چې اسلامي امارت له هيڅ هېواد سره دښمني نه‌لري او افغانستان د متوازن سیاست د اصل پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د ښه او متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره پر تعامل، اعتماد او همکارۍ ولاړې اړیکې ولري، نه پر شخړو او تقابل.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په دې ناسته کې له ټولو بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.

هغه وویل: «ځیني کسان د خپلو شخصي ګټو د پر مخ بيولو لپاره تور لګوي چې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو مرکز دی او ترهګر اوس هم شتون لري او ګواښ رامنځته کوي؛ موږ د دوحې تړون ژمنو ته ژمن یو. که څوک له اوسني نظام سره ستونزه لري؛ زموږ دروازه د دوی لپاره خلاصه ده، خو دوی باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.»

هغه زیاته کړه چې اوس‌مهال په هېواد کې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او د تېرو کړنو حساب له چا سره نه کېږي.

حقاني دغه راز وویل چې خپلواکي ډېر لوی نعمت دی او هغه خلک پرې پوهېږي چې «تکليف يې ليدلی وي، يوازې په بيرغ پورته کولو نه ده.»

ده زیاته کړه: «کوښښ به کوو چې خپلواکي په داسې حال کې ونمانځو چې څوک رانه مايوسه نه شي او له کبره بايد ځان وساتو، د تفاهم له لارې له ټولو هېوادونو سره ډيپلوماتيکې اړيکې غواړو او په دوحه کې چې مو کومه وعده کړې؛ نه د چا لپاره تهدید يو او نه دې څوک موږ ته تهديد جوړېږي، موږ ټولو بهرنيو مخالفینو ته وايو چې موږ امتحان ورکړی او هيچا ته به اجازه ورنه کړو چې د هېواد امنيت اخلال کړي.»

هغه دغه راز له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې د غزې خلکو د ملاتړ لپاره هم سره یوموټی شي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې ناسته کې وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو، د سیمې او اروپایي هېوادونو ايستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه، د راستنو شوو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۳۵ ښارګوټي جوړ شوي دي.

نوموړي په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د هغه د معلومات له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو، د سیمې او اروپایي هېوادونو راايستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.