Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستې غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د څلورمې کالیزې په درشل کې یو شمېر نجونې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د خپل حاکمیت پر پنځم کال له شریعت سره سم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو کې زده‌کړې وځنډېدې او وروسته د همدې کال د لیندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو زده‌کړې تر دویم امر پورې وځنډوي.

سحر جعفري چې د کابل ښار د یوې لیسې زده‌کوونکې وه، پژواک ته وویل، څلور کاله مخکې کله چې اسلامي امارت بیا ځلي واکمنۍ ته ورسېد، نوموړې په اتم ټولګي کې زده کړې کولې او که درسونه یې نه وای درول شوي، اوس به په دوولسم ټولګي کې وای.

هغې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځیو کې د زده‌کړو درېدل اندېښمنوونکي بللي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د اسلامي امارت د حاکمیت پر پنځم کال له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم ښوونځیو د تګ اجازه ورکړل شي.

سحر وویل، له هغه وخته زده‌کړې یې ځنډېدلې، د خیاطۍ زده‌کړه یې پیل کړې او هیله لري چې ژر به نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه هم ورکړل شي.

فرشته محمدي چې د کابل ښار (چهل دختران) لیسه کې د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه وویل، څلور کاله کېږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي تړل شوي خو لا یې هم د پرانیستل کېدو په اړه کوم خبر نشته.

هغې زیاته کړه: «په لومړیو دوو کلونو کې مې سخته افسرده‌ګي پیدا کړه، هېڅ له کوره بهر نه وتلم خو وروسته مې زده‌کړې بیا پیل کړې، مدرسې ته ولاړم، نقاشي هم کوم او تر څو چې زموږ درسونه بیا پیلېږي، خپل درسونه په کور کې تکراروم.»

فرشته هم له اسلامي امارته غواړي چې ټولو نجونو ته له شریعت سره سم ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

زهره طاهري چې د کابل ښار د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ له حجاب سره ستونزه نه لرو او له حجاب سره راحت زده کړې کولای شو، هیله لرم چې یوه ورځ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او خپلو درسونو ته ادامه ورکړو، که مکتبونه تړل شوي نه وای، اوس به زه د پوهنتون په دویم ټولګي کې وای.»

دغه‌راز، نبیلا صالحي چې د کابل ښار د غالب پوهنتون د ستوماتولوژۍ محصله وه وایي: «که زموږ درسونه نه وای ځنډېدلي، اوس به زه ډاکتره وای او نورو ښځو ته به مې خدمت کولای.»

هغه له دې امله چې درسونه یې ځنډېدلي اندېښمنه ده او زیاتوي: «د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړم چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر پنځم کال دې موږ ته د شرعي اصولو مطابق پوهنتونونو ته د تګ اجازه راکړل شي.»

همدارنګه، شفیقه چې څلور کاله مخکې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د دویم کال محصله وه، وايي که پوهنتونونه بند شوي نه وای اوس به فارغه شوې وه.

نوموړې وویل: «له شرعي حجاب سره ستونزه نه‌لرو، ځکه خدای (ج) پر موږ فرض کړی دی.»

دغه‌راز، شکریه تبسم چې د کابل پوهنتون د دري ادبیاتو پوهنځي د دویم کال محصله وه،  وايي: «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، واقعا ناهیلې شوم، ډېرې هیلې مې درلودې چې درس ولولم یو ځای ته ورسېږم د پوهنتونونو په تړل کېدو د نجونو هیلې له پامه غورځول شوې دي.»

نوموړې هم د شرعي اصولو مطابق د ټولو نجونو پر مخ د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

یو کارپوه: علم پر ټولو فرض دی

کابل ښار کې د ښځو حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش پژواک ته وویل چې د اسلام مبارک دین د علم زده‌کړه پر ټولو فرض کړې ده.

هغې چې ویل یې په ټولنه کې د باسواده ښځو شتون مهمه اړتیا ده زیاته یې کړه: «هیله‌منده یم چې د زمري په ۲۴مه د هېواد نجونو ته یو زېری ولري او د علم او زده کړو دروازې پرانیزي.»

ورته مهال، د تعلیمي چارو کارپوه ثناءالله صالحي وویل چې د نجونو د زده‌کړو څلور کلن ځنډ به منفي پایلې له ځان سره ولري.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې نجونې به زده کړو ته څه انګیزه ونه لري، د هېواد اداري نظام به د ښځينه ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او نورو متخصصینو له سخت کمښت سره مخ شي.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې د زده‌کړو د خوندي چاپېریال په برابرولو سره، د هېواد نجونې نورې په تمه پرې نه ږدي او د ښوونځیو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

هغه زیاته کړه: «د حل یوه لار دا ده چې د یوې کنټرولي طرحې پر اساس دې د نجونو ښوونځي په څو مرحلو کې پرانیزي.»

بلخوا، د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پژواک وویل: «تر دویم امره د پوهنتونونو دروازې د محصلینو پر مخ بندې دي او په دې اړه به نهايي پرېکړه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري وشي.»

د پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د پوهنې وزارت مسوولینو نظر هم ولري، خو بریالی نه شو.

خو د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار ویلي چې پر یوې طرحې کار کوي او له بشپړېدو وروسته به یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.