نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستې غوښتنه کوي
د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د څلورمې کالیزې په درشل کې یو شمېر نجونې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د خپل حاکمیت پر پنځم کال له شریعت سره سم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.



