Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: خبریالانو ته باید غزې ته د ننوتو اجازه ورکړل شي

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، غواړي خبریالان د بشري هڅو لیدو لپاره غزې ته د دننه کېدو اجازه ولري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې غواړي خبریالان غزې ته داخلېدو اجازه ولري.

هغه زیاته کړې: «زه پرته له شکه غواړم چې دغه کار وشي؛ زه د خبریالانو له تګ سره بشپړ موافق یم، لکه څنګه چې پوهېږئ، که خبریال یاست، په داسې حالت کې واقع کېدل ډېر خطرناک دي خو زه غواړم دا ووینم.»

اسرائیل د جګړې پر مهال بهرنیو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د اسرائیل پوځ له ملتیا پرته غزې ته داخل شي.

د یادونې ده، د خوړو د کمښت، د لوړو بیو او د اسرائیل له خوا د مرستو کاروانونو د مخنیوي د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.