میدانښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴ ): د میدانوردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وایي، د وچکالۍ له امله یې کښتونه وچ او زیانمن شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه دې بندونه ورته جوړ کړي.
د یادې ولسوالۍ د بتاوکي کلي یوه کروندګر منګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ ګنډقول، ګلدره، دیدنې، سورسنګ، اوزبه او ځینې نورې سيمې ډېرې وچکالۍ ځپلې دي.
هغه زیاته کړه: «په جغتو کې د وچکالۍ له امله اوبه وچې شوې، حتا برمې هم وچې شوې دي، سږ مو شنه غنم رېبلي چې د تندې له امله وچ شوي وو.»
د نوموړي په خبره چې د دوی په سیمه کې خلک ان د څښاک اوبه هم په اسانۍ نه شي ترلاسه کولای او له ستونزو سره مخ دي.
د جغتو ولسوالۍ د اخترباباخېلو کلي کروندګر حاجې عبداللهګل وویل، سږ کال یې د غنمو کروندې، باغونه او نور د اوبو د نشتوالي له امله په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
هغه زیاته کړه، د میدانوردګو ولایت تر بلې هرې سیمې د جغتو ولسوالۍ ډېره وچکالۍ ځپلې چې په وینا یې، اوبه تر ۱۵۰ مترو کښته تللې دي.
دی وایي چې تر ۱۵۰ مترو ژورې څاه یوازې یو اېنچ اوبه ترلاسه کوي چې د څښاک لپاره یې استفاده کوي او د کرنې لپاره نه دي.
د دې ولسوالۍ د اوبتلي کلي یو اوسېدونکي محمدانور هم وایي چې په سیمه کې یې کارېزونه وچ شوي، د برمو اوبو ټیټې شوې او د وچکالۍ له امله یې کښتونه له منځه تللي دي.
د دغه کروندګرو او نورو په خبره، که دغه وچکالي همداسي دوام وکړي، لري نه ده چې زرګونه کورونه به د سیمې پرېښودو ته اړ شي او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې په سیمه کې یې د ګنډقول او ګوربت د اوبو بندونه چې پخوا یې سروېګانې ترسره شوې باید ورته جوړ شي.
هغوی زیاتوي چې که دغه د اوبو بندونه ورته جوړ شي، له یوې خوا به د سېلابونو مخه ونیول شي او له بلې خوا به د ځمکي لاندې اوبو کچه لوړه شي او هم به کرنه او مالدارۍ وده ورسره وکړي.
د پوهنتون استاد او د چاپېریالي چارو کارپوه دوکتور مسعود پشتون بیا وایي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د ډېرو سیمو اوسېدونکو عاید له همدې کرنې دي.
هغه وویل چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو کموالي ستونزه پیدا شوې ده، خو ترڅنګ یې بدیل شته او حکومت باید به دې برخه کې جدي کار وکړي.
دی وایي، حکومت دې هغه بندونه جوړ کړي چې پخوا سروې شوي دي او په دې برخه کې دې له خیریه بنسټونو او نړۍوالو ټولنو هم مرسته وغواړي او د بندونو جوړول کولای شي د وچکالۍ مخه ونیسي.
ورته مهال، سیمهییز مسوولین هم په یاده ولسوالي د وچکالۍ له امله د اوبو د نشتوالي ستونزه او د کروندګرو اندېښنې پر ځای بولي او په خبره یې، د خلکو دغه ستونزې یې تر مرکزي حکومته رسولې دي.
د میدانوردګو د اوبو او انرژۍ ريیس مولوي محمدحلیم وایي: «د جغتو خلک وچکالۍ ډېر ځپلي، موږ د اوبو او انرژۍ له وزارت سره خبرې کړې، سږ کال یې ستونزو ته رسېدنه ناشونې ده، خو راتلونکي کال ته هیلې موجودې دي.»
نوموړي پر نړۍوالو مرستندویو موسسو غږ وکړ چې د دې ولسوالۍ لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.
اقلیمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP