Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تکواندو ازادې نړۍوالې سیالۍ؛ تمیم‌الرحمن رحماني د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیم‌الرحمن رحماني د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې واخیست.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیم‌الرحمن رحماني په ۴۸ کیلوګرام وزن کې د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپلو قزاقستاني او اماراتي سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال اخیستو ترڅنګ یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د تکواندو نړۍوالې ازادې سیالۍ د اګسټ په ۱۴مه د قزاقستان په کوربه‌توب پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې چې له افغانستانه ۱۳ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو او لویانو کټګوریو کې ګډون کړی و.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي حمکت‌الله زین خپل عربستاني او قرغیزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.