Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایا د یخچالي اوبو او نوشابو څښل روغتیا ته زیان لري؟

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د اوړي په ګرمو ورځو کې ډېری کسان د تندې ماتولو لپاره سړې یخچالي اوبه او نوشابې څښي؛ خو روغتیايي متخصصین وايي، یخچالي څښاک د هغو کسانو لپاره چې د معدې او غاښونو ستونزې او میرګي لري، زیان پېښوي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدحنیف هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډېرو سړو او یخچالي اوبو او نوشابو څښل روغو کسانو ته دومره زیان نه رسوي؛ خو د هغو کسانو لپاره چې د معدې او غاښونو تکلیف لري، زیان لري.

هغه وویل، یخ څښاک د معدې د عضلاتو شخ‌والي، د هضم خرابېدو او په معده کې د نفخ او باد لامل کېږي.

د هغه په خبره، هغه کسان چې د غاښونو مینا یې تخریب شوې وي، د یخو نوشابو څښل یې د غاښونو د حساسیت لامل ګرځي او درد یې ډېروي.

هغه زیاته کړه چې د یخچالي اوبو او نوشابو څښل د سردرد یا نیم‌سري ستونزو لرونکو کسانو ته هم زیان رسوي او د درد ډېرېدو سبب یې کېږي.

د هغه په خبره، له ورزش وروسته هم د یخچالي اوبو څښل د عضلو د درد او شخ‌والي لامل کېږي.

په همدې حال کې، په کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص حسیب‌الله نجیب هم وايي چې له ورزش وروسته د یخچالي اوبو څښل د عضلو د شخ‌والي لامل ګرځي او د نیم‌سري، د معدې او غاښونو ستونزو لرونکو کسانو لپاره هم زیان رسوي.

هغه یاته کړه: «ځیني مرضونه دي، که کس مخکې پرې اخته وي، د یخچالي اوبو او نوشابو له څښلو سره یې کېدای شي ناروغي سخته شي، د بېلګې په ډول، تنفسي ناروغي، د معدې انتانات، سینوزیت او نور.»

نوموړي هغو کسانو ته چې روغتیايي ستونزې لري، توصیه وکړه چې د څښلو لپاره دې له معمولي او نورمالو اوبو ته ګټه اخلي.

دغه راز، د کابل ښار په باسط خصوصي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص عبیدالله قیام وویل، د یخو، په ځانګړې توګه د یخچالي اوبو څښل ښايي په ځانګړو وختونو کې ځینو کسانو ته د روغتیايي ستونزو پیدا کېدو لامل وګرځي.

هغه زیاته کړه چې د یخچالي اوبو څښل د هضمیت ټکني کېدو او په معده کې د نفخ او باد ډېرېدو لامل ګرځي او په ځينو حالتونو کې زړه بدوالی هم رامنځته کوي.

هغه وویل چې د یخو اوبو څښل د سردردۍ، د مفصلونو او هډوکو د درد او د غاښونو د حساسیت سبب هم کېږي.

نوموړي سپارښتنه وکړه: «هغه کسان چې د یخو اوبو څښلو عادت لري، هغه دې اوبه په څو ځله لږ لږ وڅښي، څو بدن شوک ونه ویني. ماشومانو او د لوړ عمر لرونکو کسانو ته دې حتما معتدلې اوبه ورکړل شی.»

هغه دغه راز وویل چې له سخت ورزش وروسته هم باید یخې اوبه ونه څښل شي او میندې دې د ميندوارۍ پر مهال د یخچالي اوبو له څښلو ډډه وکړي؛ ځکه په بدن کې د درد پیدا کېدو لامل ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.