نیلي (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي یا ټیټ کیفیت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې اوس هم ډېری خلک اړ دي څو د یوې ساده ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره په کیلومترونو پلی مزل وکړي او لوړو غرونو او غونډیو ته وخېژي.
هغوی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه ستونزه له ورځنۍ ټکنالوجۍ د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو د وروسته پاتې کېدو لامل شوې ده. مسوولین هم په دغه ولایت کې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو ستونزې تاییدوي او وايي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی او ټولنیز فعال حبیبالله قاسمي وايي، اوس مهال مخابراتي او انټرنېټي خدمات د خلکو له مهمو اړتیاوو دي، موږ د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې مخابراتي خدمات نه لرو او خلک د یوې ساده اړیکې نیولو لپاره تر لوړو غرونو او غونډیو اوږدې لارې وهي.
هغه زیاته کړه: «ډېری کورنۍ په بهر کې مسافر لري او یو شمېر نور بیا خپلې اړتیاوې د اړیکو نیولو او انټرنېټ له لارې پوره کوي او نننۍ زمانه هم دا ایجابوي څو خلک مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري، خو په ډېرو ځایونو کې دغه خدمات نشته.»
هغه وویل چې دغه ستونزه یوازې تر میرامور ولسوالۍ محدوده نه ده، بلکې د مرکز په ګډول د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي خدماتو برخه کې جدي ستونزې موجودې دي.
قاسمي وویل: «په کلیو کې ستونزې ډېرې دي؛ ان هغه سیمې چې د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې دي، سم خدمات پهکې نه وړاندې کېږي او د ډېری نورو کليو خلک د دې ترڅنګ چې کمزورو او بېکیفیته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی هم لري، اړ دي د یوې ساده اړیکې نیولو لپاره اوږدې لارې ووهي.»
د دایکنډي په اشترلي ولسوالۍ کې د کلي یو مشر رضا رامش وايي چې دوی په سخته جغرافیه کې ژوند کوي او د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ له مخابراتي خدماتو هم بېبرخې دي.
هغه ټینګار کوي چې د اطلاعرسونې یا اړیکې نیولو لپاره اړ دي په ساعتونو پلی مزل وکړي او یا نږدې کلیو ته ولاړ شي. د هغه په خبره: «ځیني وخت د یو چا د ناروغۍ او مړینې خبر موږ ته ډېر ناوخته رارسېږي چې دا زموږ لپاره سخته ده.
هغه زیاته کړه: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې کیفیتلرونکي مخابراتي خدمات وړاندې کړي او له مخابراتي خدماتو په بېبرخې کلیو کې هم دغه خدمات فعال کړي.»
دغه راز، د نیلي ښار اوسېدونکي امان وویل: «شبکې سم کار نه کوي، انټرنېټ قطع او وصلېږي او ډېری مهال اړیکه نه نیول کېږي، که چېرته ونیول شي هم، غږ سم نه اورېدل کېږي.»
هغه زیاته کړه چې د دغو خدماتو نشتون، انلاین زدهکړو او اطلاعاتو ته د زدهکوونکو او محصلینو لاسرسی هم ستونزمن کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په کلیو او لرو پرتو سیمو کې مخابراتي ستونزې ډېرې دي او خلکو اړ دي د خپلوانو د پوښتنې په موخه د ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره په کیلومترونو پلی مز وکړي او لوړو غرونو او غونډیو ته ولاړ شي.
د دایکنډي یاد اوسېدونکی د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت او نشتوالي منفي پایلو ته په اشاره وايي، د دغو خدمتونو نشتون او یا ټيټ کیفیت د دې لامل شوی چې زدهکوونکي او محصلین ونه شي کړای له انلاین درسي پروګرامونه ګټه واخلي، اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی محدود شي او په بېړنیو وختونو کې هم له روغتون او امبولانس سره اړیکه ونه نیول شي.
هغه زیاته کړه: «له حکومت مو غوښتنه دا ده چې د مخابراتي خدمتونو وضعیت ته په جدي توګه رسېدنه وشي او د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د دغه ولایت د وګړو لاسرسي ته زمینه برابره شي.»
ورته مهال، دایکنډي کې د اترا ادارې مسوولین هم په مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کې ستونزې مني.
دایکنډي کې د اترا استازی سیدعبدل غني علوي وايي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې خلک انټرنیټي خدمتونو او ان ټېليفوني اړیکې ته لاسرسی نهلري.
هغه زیاته کړه، په یاد ولایت کې د پنځه مخابراتي شبکې فعالې دي او یوازې د اتوما او افغان بېسیم شبکې د یاد ولایت په مرکز کې د «۴جي» خدمتونه وړاندې کوي.
هغه دغهراز وویل چې د نیلي په ګډون د دغه ولایت په میرامور، شهرستان، اشترلي او پاتوی ولسوالیو کې انټرنیټي خدمتونه فعال دي او پاتې ولسوالیو لکه خدیر، سنګتخت او بندر او کجران کې انټرنیټي خدمتونه ډېره جدي ستونزه لري.
نوموړي څرګنده کړه: «په کلیو کې په ټوله کې ستونزې شته او «۲جي» خدمتونه دي، په ځینو سیمو کې دغه خدمتونه هم فعال نه دي، په ډیری سیمو کې هڅې روانې دي چې خدمتونه پر مایکرویف بدل شي او د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو پر ارتقا کار روان دی، دغهراز پلان لرو چې خدمتونه په ټولو ساحو کې «۳جي» شي.»
علوي څرګنده کړه چې د دایکنډي لوړ غرونه د مخابراتي پایو ترمنځ د مستقیمې اړیکې مخه نیسي او له همدې امله مخابراتي انتنونه په سمه توګه کار نهکوي.
ورته مهال، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي دایکنډي کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ستونزو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه وزارت د «اترا» اداره په ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر نویو مخابراتي سایټونو جوړولو چارې پیل کړې چې د ځینو چارې یې بشپړې شوې او د ځینو نورو روانې دي.
د هغه په وینا، دایکنډي یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تېر کې په ډېره برخه جغرافیه کې یې یا اصلا مخابراتي خدمتونه نه و یا په ډېره ټیټه کچه وړاندې کېدل.
هغه زیاته کړه، د مخابراتو وزارت تر اوسه په یاد ولایت کې څو مخابراتي سایټونه فعال کړي چې په بېلابېلو سیمو کې «۳جي» او «۴جي» خدمتونه وړاندې کوي.
هغه دغهراز وویل چې دایکنډي کې د ۱۲ نورو مخابراتي سایټونو جوړول هم په پلان کې شته او ساختماني چارې یې پیل شوې چې په بشپړېدو به یې په دغه ولایت کې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې تر ډېره حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي یو له غرنیو او صعبالعبور ولایتونو څخه دی چې د سیمو لوړ او ژوروالی یې د نورو خنډونو ترمنځ مخابراتي خدمتونه هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP