کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د «اکبر» موسسې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړۍوال مرستندوی بنسټونه هم باید د هېواد په بیارغونه کې همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د اکبر مؤسسې له رئیس نمیک حیدروف سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د اکبر موسسې فعالیتونه وستایل او د یادې موسسې له مسوولینو یې وغوښتل چې د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د پراختیایي پروژو زیاتوالي او د هغو سم پلي کېدو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي څرګنده کړې چې د اسلامي امارت له راتګ سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړۍوال مرستندوی بنسټونه هم باید د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.
بلخوا، نمیک حیدروف هم ویلي چې په افغانستان کې له سراسري امنیت راتلو سره، په دغه هېواد پراختیایي فعالیتونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ده زیاته کړې، هڅه کوي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره نړۍوالې مرستې جلب کړي او اسلامي امارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې په سمه توګه پلي کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له خپله اړخه د هر ډول همکارۍ او بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP