ملا برادر: نړۍوال مرستندوی بنسټونه دې هم د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د «اکبر» موسسې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړۍوال مرستندوی بنسټونه هم باید د هېواد په بیارغونه کې همکاري وکړي.



