کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي په کابل کې د لس ورځني تمریني کمپ له بشپړولو وروسته د افغانستان، اماراتو او پاکستان ترمنځ په راتلونکې لوبلړۍ کې د ګډون لپاره نن متحده عربي اماراتو ته ولاړل.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان، اماراتو او پاکستان ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزه لوبلړۍ لپاره د ملي لوبډلې د ابتدایي نوملړ لوبغاړي په کابل کې د لس ورځني تمریناتي کمپ له بشپړولو وروسته نن ماسپښین د متحده عرب اماراتو په لور روان شول.
هغه زیاته کړې، یاد لوبغاړي به په متحده عرب اماراتو کې په دویم تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي چې په پای کې به یې د لوبلړۍ لپاره نهایي نوملړ اعلان شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان، اماراتو او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ به د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه د په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د سپټمبر تر اوومې به دوام وکړي.
له دې سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په نهمه به د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي، هم ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP